رپوټ: نورګل اندړوال بغلان کي دکرهڼیزو توکو دګټي اخیستني په ملاتړ د هندواڼو دخوړلو کمپاین جوړ سو چي سل تنه زده کړیالانو برخه پکښي اخیستې وه . دغه کمپاین بغلان کي خصوصي پوهنتون رویان وکړ، چي مسئولین یې هدف له کرهڼیزو محصولاتو ملاتړ او دبزګرو داقتصادي وده بولي.د دې کمپاین برخه وال کسان وايي چي د ګډون یواځنی هدف یې ...
Read More »سږ کال به د غنمو حاصلات ۴۲ سلنه زیات سي
د افغانستان د کرهڼي او مالدارۍ وزارت وايي، د وروستۍ سروي له مخي سږ کال به د غنمو په حاصلاتو کي ۴۲ سلنه زیاتوالی راسي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي دا کچه د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت له بهره د غنمو له وارداتو مخنیوی کوي. هغه وايي، په ټوله کي د ...
Read More »د جمال خاشقجي کوزدني د دې خبریال د وژل کېدو په اړه د نړیوالو څېړنو غوښتنه کړې
د عرب خبریال جمال خاشقجي کوزدنه د دې خبریال د وژل کېدو په اړه د نړیوالو څېړنو غوښتنه کړې. (هاتیچي چنګېز) د خاشقجي د مړیني په اړه د ملګرو ملتونو د تازه موندنو وروسته په سویس کي وویل، سعودي عربستان شواهد له منځه وړي، نو پر همدې اساس د هغه هیواد څېړني د باور وړ نه دي. د ملګرو ملتونو ...
Read More »د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ولسمشریزو ټاکنو پر خپل وخت ټینګار وکړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو کابل ته د سفر پر مهال پر خپل وخت په افغان ولسمشریزو ټاکنو د ټینګار ترڅنګ هیله څرګنده کړه، چي تر ټاکنو دمخه د طالبانو سره د سولي تړون وسي. هغه په ارګ کي ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله سره ولیدل، پر سولي او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یې خبري ...
Read More »ولسمشر محمد اشرف غني سبا پاکستان ته ځي
دا پاکستان ته د ولسمشر غني دوهم سفر دئ. له ارګ څخه یوه خپره سوې خبرپاڼه وايي، چي ښاغلي غني پرون سه شنبه مازیګر په کابل کي یو شمېر سیاسي او د سیمه ییزو چارو پوهان، د پوهنتون استادان او خبریالان ورغوښتي وه او له هغوی سره یې پاکستان ته د خپل راتلونکي سفر د اهدافو په اړه خبري وکړې. ...
Read More »په کندهار کي د بشري حقونو کمېسیون ۱۷مه کلیزه ولمانځل سوه
رپوټ: محمد یار مجروح په افغانستان کي د بشري حقونو کمېسیون د فعالیتونو ۱۷ کاله تیریږي خو زیات شمیر کسان لا هم یاد کمېسیون خپواک نه بولي او وايي چي د بشري حقونو په برخه کي لاس ته راوړنی نه لري. خو خپله د بشري حقونو کمېسیون مسئولین وايي، لا هم په افغانستان کي دبشري حقونو اداره نوې ده، ځکه ...
Read More »سه شنبه دوه امریکايي سرتیري وژل سوي دي
امريکايي ځواکونه وايي چي تيره ورځ یي په افغانستان کي دوه سرتيري وژل سوي دي. د دغو ځواکونو له خوا په يوه را استول سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي دا سرتيري يي پرون سه شنبه وژل سوي دي. خو دغو ځواکونو د پيښي کره ځاى او د څرنګوالي په اړه هيڅ معلومات نه دي ورکړي. دغه سرتيري په داسي حال ...
Read More »د کندهار په ولسوالیو کي د تنکیو ماشومانو دکرکټ لوبډلي جوړیږي
په کندهار کي د پیوند مدني ټولني له خوا د دې ولایت په ولسوالیو کي د تنکیو ماشومانو لوبډلي جوړيږي، چي تر دې مهاله ئې په ارغنداب او پنجوايي کي جوړي کړي او په راتلونکي کي به يې په دامان، میوند، ژړۍ او ډنډ کي هم جوړي کړي. د کندهار پیوند مدني ټولني مسئول حکمت الله صلحي وايي، چي د ...
Read More »د ننګرهار پر کروندګرو د زعفران او پيازو د وېش لړۍ پيل سو
د پکتيکا د کرهڼي رياست له لوري د مرکز ښرني، يوسف خېلو، يحيى خېلو او مټا خان ولسواليو پر کروندګرو د زعفران پيازو د وېش لړۍ پيل سوه. د يادي موضوع په اړه نیول سوو مراسمو ته د پکتيکا د کرهڼي رئيس وويل، چي د هر کروندګر له پاره یې پنځه سوه کيلوګرامه د زعفرانو پياز په نظر کي نيولي ...
Read More »نن د کابل او شارجې هوایي دهلېز پرانیستل سو
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ويلي چي د نورو هيوادونو او افغانستان ترمنځ د دهلېزونو پرانيستلو په لړ کي نن د کابل او شارجې هوايي دهلېز هم پرانيستل سو. د ياد وزارت له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ياد دهلېز په لومړۍ الوتنه کي نن څه باندي ۲ ټنه زردالو او تازه الو شارجې ته ولېږدول ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون