د عرب خبریال جمال خاشقجي کوزدنه د دې خبریال د وژل کېدو په اړه د نړیوالو څېړنو غوښتنه کړې.
(هاتیچي چنګېز) د خاشقجي د مړیني په اړه د ملګرو ملتونو د تازه موندنو وروسته په سویس کي وویل، سعودي عربستان شواهد له منځه وړي، نو پر همدې اساس د هغه هیواد څېړني د باور وړ نه دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي څېړونکي او ګزارشګره (اګنیس کالامرد) هم پرون په جنيوا کي وویل، د هدفي وژنو ډيرو قضیو ته رسیده ګي نه ده سوې.
تر دې مخکي مېرمن کالامرد ویلي وه، په سلو پاڼو کي د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د دې هیواد نورو لوړپوړو چارواکو د جمال خاشقجي په وژنه کي لاس درلود.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر عادل الجبیر دا راپور رد
کړی او هغه یې متناقض بللی دئ.
د الجبیر په وینا په دې راپور کي
لګېدلي ټول تورونه بې بنسټه دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون