په ټولنیز ژوند کي د ښه سلوک ارزښت

لیکنه: محمد بن ابراهیم الحمد

باړه: انــــــدیال ساپی

انسان د ټولنيز ژوند لپاره پيدا سوی دی، د نيا ته د يو بل د پېژندګلوی لپاره راغلی دی او د يو بل سره به په کارونو کې مرسته او همکاری کوي.

په عين وخت کي انسان ځيني نفسی عوارض هم لري لکه مينه، کينه، رضا،خوښي، قهر او غوسه، ښه او بد ګڼل.

که چیري يو انسان پر يوه لاره روان سي او پورتني حالات خلکو ته هر وخت او په هر حال کي څرګند کړي نو ټولنيز نظام به ګډوډ سي، خلک به يو بل و نه پېژني او د يو بل د مرستي څخه به لاس واخلي.

خو الله تعالی په خپل حکمت سره انسان داسي ادب، خوی او اخلاقو خپلولو ته چمتو کړی دی چي د هغه په واسطه اړیکو د پریکون او مرستي د نه کولو څخه ځان ساتي چي هغه د مدارت اوښه چلند د ادب څخه عبارت دی.

مدارت او ښه سلوک هغه څه دي: چي مينه او الفت زرغونوي ، خورې ورې رايې، او جلا سوي زړونه يو ځای کوي.

ښه سلوک(ښه چلند) څه ته وايي؟!

ښه سلوک عبارت دی: په ورين تندي مخامخ کېدل، خوږې خبرې کول، له هغه څه ځان ساتل چي کینه او قهر ورڅخه معلوميږي، او يا ځان ناخبره ښودل مګر دا چي د ناخبري څخه خبرول غوره او ښه وي.

د مدارات او ښه چلند څخه دا هم دي چې ته په مجلس کي د هغه چا سره يو ځای سي چي له تا سره پټ خپګان او د ښمني کوي، خو ته د هغه سره په ورين تندي مخامخ سي، د ستړي مشي حق يې ادا کړي او هغه سره په نرمۍ خبرې وکړې.

يو حکيم وايي:

وأمنحه مالي وودي ونصرتي وإن كان محني الضلوع على بُغْضِي

ژباړه: زه خپل مال، دوستي او مرسته هغه ته ورکوم که څه هم دهغه په سينه کي ماته بغض پروت وي.

امام شافعي رحمه الله ويلي:

إني أحيي عدوي عند رؤيته لأدفع الشر عن بالتحيات

وأظهر البشر للإنسان أبغضه كأنه قد حشا قلبي محبات

ژباړه: زه د دښمن سره د مخامخ کېدو په وخت ستړي مسي کووم، تر څو د هغه شر په ستړي مسي او سلام کولو لیرې کړم، او هغه چاته خوشالي څرګندووم چي بد يې ګڼم، ګويا چي زما په زړه کښي د هغه مينه ده.

ځينې وخت ښه سلوک د د ښمنۍ اور وژني او هغه په دوستۍ بدلوي، انسان څومره ښه چلند ته اړتیا لری په تېره بيا د هغه چا سره چې د خلاصون چاره يې ترې نه وي او نه يې له شر او زيان څخه خوندي وي.

د ښه چلند په اړه د پوهانو او علماوو ویناوې:

  • ابن الحنيفة وايي:” هغه څوک هوښيار نه دی چي له هغه چا سره ښه ژوند نه تېروي چي د ژوند تېرولو خلاصون يې ترې نه وي تر څو الله تعالی پرې پراخي راولي او د حل لاره وروښايي”.
  • عقابي وايي:”مدارت او ښه سلوک نرم سياست دی نه ورڅخه پاچا بې پروا کېدی شې او نه ګدا، خپلې ګټې پرې لاس ته راوړې، او شر پرې له ځانه دفع کوي، د چا ښه سلوک چي زيات وي نو ستاينه او سلامتيا يې مل وي”.
  • ځينې هوښيارانو ويلي دي چي:” عاقل ته پکار دي چي د زمانې سره داسي وچليږي لکه د روانو اوبو سره لامبوزنۍ”.

ډېر خلک د نورو سره ښه سلوک کوي خو بيا هم د هغوی له ضرره خوندي نه وي، نو هغه څوک به څه خوندي پاته سي چي د سره ښه سلوک نه کوي”.

  • علي بن ابي طالب رضی الله عنه فرمايي:

يقول لك العقل الذی زين الوری إذا انت لم تقدر عدوا فداره

ژباړه: تاته عقل چي ټول عالم يې روښانه کړی وايي : که په دښمن قادر او برلاسی نه وې نو د ښه چلند لار ورسره ونيسه.

 

 

x

دا هم وګورئ

کتاب او ټولنه

لیکوال: بصيرالحق عادل يوه داسې زمانه به هم تېره شوي وي چې کتاب به نه ...