زموږ په اړه

هیواد ټلویزیون

هیواد  دکندهار په تاریخي ولایت کي هغه لمړنئ خپلواکه  تلویزیوني شبکه  ده چي په  ۲۰۰۶ میلادي کال کي یې د یوه محلي تلویزیون په توګه خپل فعالیت پیل کړ ، خو په ۲۰۱۵ میلادي کال راپدېخوا یې خپل نشرات په پوره بریالیتوب سره د سټلایټ سره وصل کړل او دا مهال د کندهار تر څنګ په ټول افغانستان او د آسیا په کچه  ( ۴۳ ) هیوادونوکي په تر ټولو ښه کیفیت ( ۲۴ ) ساعته نشراتو کي بېلابېلي خپروني وړاندي کوي .

هیواد ټلویزیون د بیلابیلو پروګرامونو ، خبرونو ، هنري فلمونو او نورو په زړه پوري خپرونو په مټ دا مهال نه یوازي د لوی کندهار او افغانستان په ګوټ ګوټ کي د لیدونکو د خاصي پاملرني وړ شمیرل کیږي ، بلکي تر سټلایټ وروسته یې په ګاونډیو هیوادونو او تر نشراتي پوښښ لاندي ګڼو ممالکو کي میشت افغانانو پاملرنه ځانته جلب کړې او د ټلویزیون سره ددوی د مستقیمو تماسونو له لاري یې ددې تصویري شبکې ټول همکاران تشویق کړي او د لا ښه معیاري کار لوري ته هڅولي دي .
هیواد ټلویزیون هغه تصویري شبکه ده چي په دې وروستیو کي یې د افغانستان د ولایاتو په سطحه د یوې معتبري سروې له مخي د تر ټولو ډېر لیدونکو لرونکي  ټلویزیون (د هیواد ټلویزیون د آلټای میډیا سروې په اساس  ٪ ۶۸ فیصده په سویلي حوزه کي لیدونکي لري  ) په توګه پیژندل سوئ وو او تر دا مهاله یې دسویل په کچه همدا عنوان خوندي ساتلی دی .

——————
موخه
۱:د اسلامي او افغاني ټولني په چهارچوب کي د دموکراسۍ وده
۲: تر عام ولس پوري د حقایقو او کره معلوماتو رسول ،
۳: د افغاني اصیل فرهنګ غښتلتیا
۴: د خلکو د ستونزو انعکاس او کټ مټ تر اړونده ارګانونو پوري رسول
۵:  ټولني ته دعامه پوهاوي په رسولو کي هلي ځلي کول
۶: د ښځو او ماشومانو د حقونو څخه دفاع او ددغه قشر تقویه کول
۸: د ځوانو استعدادونو تشویق او د تعلیمي خپرونو له لاري ورته رشد ورکول
۹:د هیڅ ډول ژبني ، مذهبي او سمتي تعصب څخه پرته خپروني او د ملي یووالي روحیه غښتلي کول
۱۰ : د بیان ازادۍ څخه دفاع او دغوښتني سره سم قانوني  معلوماتو په رسولو کي هڅه
پورتني ( ۱۰ ) موارد د هیواد راډیو د اساسي موخو او اهدافو څخه شمیرل کیږي او د لاسته راوړلو لپاره یې هاند او هڅه کوي .
بې پری والی 

هیواد راډیو ټلویزیون  ملي، اسلامي او افغاني  ارزښتونو  ته درنښت او خلګو ته د هغوی په اړه پوره معلومات ورکول خپله دنده بولو، او د هر ډول ژبنيو، سيمه ييزو،ګوندي ، قومي او مذهبي تعصبونو د لیری کولو او تر څنګ د ملی یووالي او ورورولی لپاره کار کولو ته ژمنه ده  ، په هیڅ ګونډ ، ډلی او شخص پوری تړلی نه ده ،خو د وطنی چوپړ په چوکاټ کی ټول د ځان بولي او ټولو ته کار کوي.
—————–

نشرات ( خپروني )
هیواد  راډیو ټلویزیون خپل ټول نشراتی کارونه په پوره دقت او متوازن ډول مخته وړی چی د ۲۴ ساعته نشراتو په ترڅ کي یې په ورځ کي د اتو( ۸ )   بېلابېلو منځپانګو لرونکو خپرونو څخه علاوه د هرساعت لنډ خبرونه او په ۳ دریو مختلفو اوقاتوکي دیرش دقیقه ییزه خبري مجلې نشر ته سپارل کیږي .
چی په هغه کی د ورځینو تودو موضوعاتو تر څنګ مرکی ، شننی ، تبصری او د خلګو ږغ شامل وی.

ددی تر څنګ د هیواد راډیوټلویزون  د اوونۍ په جریان کی بیلابیلی سیاسی ، ټولنیزی ، اقتصادی ، دینی ، تعلیمی ، تفریحی او انتقادی خپرونی په ژوندی او ثبت ډول تر خپلو مینه والو پوری رسوی.

—————

د نشراتي ټیم جوړښت
د هیواد راډیوټلویزیون  نشراتي کارکوونکو ( خبریالانو او خپرونو چلونکو )  جوړښت د لاندنیو اساساتو پر بنسټ ټاکل سوئ
۱: د هیواد راډیو ټلویزیون مسوول ، خبریالان او پروډیوسران  افغانان او د افغانستان تابعیت لرونکي دي .
۲: د هیواد راډیوټلویزیون  کارکوونکي د ژورنالیزم په برخه کي د لوړو زده کړو یا هم د راډیوټلویزیون په عرصه  کي د لږ ترلږه دوه کلني تجربی لرونکي دي .
۳: د هیواد راډیو ټلویزیون  ټول نارینه او ښځینه نشراتي همکاران د هیواد په دوو رسمي ژبو ( پښتو او دري ) د خپرونو وړاندي کولو او متن لیکلو قابلیت لري .

——————-

هیواد راډیو ( ۸۸ ایف ایم )

په کندهار کي دهیواد راډیو د ټولي سویلي حوزې په کچه لمړنئ خپلواکه رسنئ ده چي د تیرو دیارلسو کلونو راپدیخوا یې په کندهار ولایت کي په لمړي ځل د افغان آزادي راډیو په نوم فعالیت پیل کړی دی .
دا راډیو اوسمهال د هیواد ګروپ کي تر شاملیدو وروسته د هیواد راډیو په نوم ۲۴ ساعته بیلابیلي خپروني لري او پدې وروستیو کي یې نشرات د انټرنټ په مټ  (                   hewadradio.myl2mr.com  ) کي هم د ټولي نړئ په سطحه  داوریدو وړ وګرځېدل.
د هیواد راډیو د تکړه نشراتي او تخنیکي همکارانو په زیار ذکر سوې راډیو ۲۵ پنځه دیرش بیلابیلي سیاسي ، دیني ، ټولنیزي ، ادبي ، ورزشي او نوري معلوماتي خپروني لري ، چي د خپل قوي ټرانمیټر په درلودلو سره پر ۸۸ ایف ایم څپو د کندهار ولایت په مرکز او ټولو اړوند ۱۷ ولسوالیو کي ارویدل کیږي .
د هیواد راډیو د هیواد ګروپ دیوې مهمي ږغیزي رسنئ په توګه د خپلو خپرونو په ټولو ساعتونو کي ستاسو د سوداګریزو اعلاناتو ، تمویلونکو پروګرامونو او ګزارشونو ته د ږغ په ترټولو ښه معیار انعکاس ورکوي او د هیواد ټلویزیون په شان یې پدې برخه کي ۲۰٪ فیصده تخفیف په پام کي نیولئ دی .
هیواد راډیو تیر کال په ټوله سویلي حوزه کي د یوې معتبري سروې له مخې د ترټولو ډيرو اوریدونکو لرونکې راډیو په توګه وپیژندل سوه ، چي له امله یې وروستي پرمختګونه هم په برخه سوي او ورته دوام ورکوي .

—————-

هيواد پروډکشن

هیواد پرودکشن د هیواد مطبوعاتي ګروپ د یوه اساسي برخي په توګه په ۲۰۱۴  میلادي  کال کي تاسیس او د مجربو نارینه او ښځینه  کارکوونکو په استخدامولو سره په فعالیت پیل وکړ .
د هیواد ټلویزیون د مختلفو سیاسي ، کلتوري ، اجتماعي ، ورزشي او تفریحي پروګرامونو او ټلویزیوني مناظرو څخه علاوه  په پښتو ژبه او محلي لهجه د هالیووډ او بالیووډ فلمونو ډوبله ، د ګرافیکس او نورو عصري پروګرامونو څخه په استفاده د تجارتي اعلاناتو جوړښت ، په عصري او مډرن ټکنالوژۍ او وسایلو سمبال  د  دولتي او نادولتي موسساتو په غوښتنه د کنفرانسونو ، لویو غونډو ، سیمنارونو او ورکشاپونو ثبت او ایډیټ  همدا راز د راډيو لپاره په ذکر سوو برخو کي د آډیو خدمات د هیواد پرودکشن د عمده دندو څخه شمېرل کیږي .
د یادوني وړ ده چي په ذکرسوو فعالیتونو کي د هیواد پرودکشن د فلمونو ژباړه او نور خدمات د افغانستان او نړۍ په سطحه د ځانګړي شهرت او ډېرۍ مینه والو لرونکي دي .

Hewad Radio Television Coverage

Hewad TV Satellite Coverage: Yahsat ۱A is located at 52.5° east covering the Middle East, North Africa, Southwest Asia and Europe

Hewad TV Local Coverage: 2KW Transmitter with 40m tower for local broadcast in Kandahar province

Hewad Radio Coverage: 1 KW Transmitter with 36m tower for local broadcast in Kandahar province along with online web broadcast: hewadradio.myl2mr.com

 :Frequency

Hewad TV can be tuned at

Yahsat: 1A, Frequency: 12015, Symbol rate: 27500, FEC: ¾, Polarization: H