د خپرونو مهالوېش

  1. اسلامي معارف: په دې خپرونه کي هره ورځ د هر اړخيزو اسلامي معلوماتو ترڅنګ د حضرت محمد (ص) سيرت هم بيانيږي. اسلامي معارف خپرونه د نظرمحمد (حنيف) په کوربه توب هره ورځ د غرمې ۱۲ بجې او ۳۰ دقيقې او تکرار يې هره ورځ مازيګر ۵ بجې د هيواد ټلوېزيون څخه خپريږي. همدا راز اسلامي معارف خپرونه د هيواد ټلوېزيون د ويب پاڼي او يوټيوب چينل له لاري هم کتلای سئ.
  2. غبرګون! د هيواد ټلويزيون په دې اوونيزه خپرونه کي د کندهار څخه علاوه د ټول هيواد په سطحه د ځانګړو زاويو څخه ولس ته ورپېښي عمده ستونزي ددوی په ږغ کي څېړي، عوامل يې پلټي او د حل لاري چاري يې د هري ټاکل سوي موضوع اړوند مخامخ د مربوطه ارګانونو او مسوولينو سره شريکوي. غبرګون خپرونه د صديق الله خليق په کوربه توب هره اوونۍ د شپې ۸:۰۰ بجې د هيواد ټلوېزيون ترڅنګ د هيواد راډيو ۸۸ اېف اېم د څپو څخه هم وړاندي کيږي او د هيواد ټلوېزيون د لاري ددې پروګرامونو د لړۍ د پيل راوروسته يې په ډېره لنډه موده کي د ګڼو ليدونکو او اورېدونکو د پاملرني وړ خپروني په توګه دوام موندلی دی. همدا راز غبرګون خپرونه د هيواد ټلوېزيون د ويب پاڼي او يوټيوب چينل له لاري هم کتلای سئ.
  3. مشعل د هيواد ټلوېزيون اوونيزه تعليمي خپرونه ده، چي د روشن مخابراتي شرکت په مالي لګښت او د کندهار د پوهني رياست په همکاري هره اوونۍ د دوو ښوونځيو تر منځ سيالۍ په لاره اچول کيږي، د زده کوونکو د پټو استعدادونو د ښوولو او د پوهي سره د خلکو د علاقې پيدا کولو په برخه کي دغه خپروني ښه رول لوبولی دی. مشعل خپرونه د نوراحمد ناصري په کوربه توب هره پنجشنبه د شپې ۹ نيمي بجې او تکرار يې هره جمعه د سهار ۱۰ بجې د هيواد ټلوېزيون څخه خپريږي. همدا راز مشعل خپرونه د هيواد ټلوېزيون د ويب پاڼي او يوټيوب چينل له لاري هم کتلای سئ.
  4. سلام هيواد د هيواد ټلوېزيون د ورځي د پيل خپرونه ده، چي پکي د ورځنيو سياسي، ټولنيزو او اقتصادي مسايلو اړوند بحثونه او د خلکو ستونزي د هغوی په ژبه خپريږي، د خلکو د ستونزو جواب په مخامخ ډول په همدې خپرونه کي د اړونده مسؤلينو لخوا ورکول کيږي، په خپرونه کي تفرېح او موسيقي هم سته. سلام هيواد خپرونه د ظاهر پوپل او رنګينې انوري په کوربه توب له شنبې تر پنجشنبې سهار ۷ نيمي بجې او تکرار يې په همدغه ورځو د افغانستان پر وخت د شپې ۱ بجه د هيواد ټلوېزيون څخه خپريږي. همدا راز سلام هيواد خپرونه د هيواد ټلوېزيون د ويب پاڼي او يوټيوب چينل له لاري هم کتلای سئ.
  5. موډ او فېشن: په دې اوونيزه خپرونه کي د ښځينه وو او نارينه وو لپاره د فېشن اړوند مطالب، د پوښاک نوي ډيزاينونه او د کورونو د ډيکور اړوند مطالب هم خپريږي. موډ او فېشن خپرونه د رنګينې انوري په کوربه توب هره يکشنبه د شپې ۸ بجې او تکرار يې هره دوشنبه سهار ۹ بجې د هيواد ټلوېزيون څخه خپريږي. همدا راز موډ او فېشن خپرونه د هيواد ټلوېزيون د ويب پاڼي او يوټيوب چينل له لاري هم کتلای سئ.
  6. تېر يادونه د هيواد ټلوېزيون اوونيزه تفريحي خپرونه ده، چي د پښتو، دري او هندي ژبو د پخوانۍ کلاسيکي موسيقي سندري د جالبو معلوماتو سره پکښي خپريږي. تېر يادونه خپرونه د احسان الله همراز په کوربه توب هره شنبه د شپې ۹ بجې او ۴۵ دقيقې او تکرار يې د يکشنبې په ورځ سهار ۹ بجې د هيواد ټلوېزيون څخه خپريږي. همدا راز تېر يادونه خپرونه د هيواد ټلوېزيون د ويب پاڼي او يوټيوب چينل له لاري هم کتلای سئ.
  7. رنګارنګ: په دې اوونيزه خپرونه کي د افغانستان او نړۍ څخه بېلابېل تفريحي، طنزيه، جالب، حيرانونکي کلپيونه او نور رنګارنګ وېډيويي کليپونه خپريږي، رنګارنګ خپرونه د بصير نعيمي په کوربه توب هره دوشنبه د شپې ۸ بجې او تکرار يې هره سه شنبه سهار ۹ بجې د هيواد ټلوېزيون څخه خپريږي. همدا راز رنګارنګ خپرونه د هيواد ټلوېزيون د ويب پاڼي او يوټيوب چينل له لاري هم کتلای سئ.
  8. سندريزي شېبې د هيواد ټلوېزيون تفريحي خپرونه ده، چي د خلکو په خوښه هغوی ته سندري پکښي خپريږي، ددې ترڅنګ د ورځنيو مسايلو اړوند د يوې موضوع په اړه خلک د ټليفون پرليکه خپل نظريات شريکوي. سندريزي شېبې خپرونه د رنګينې انوري په کوربه توب له شنبې تر پنجشنبې سهار ۱۱ بجې په ژوندۍ بڼه او تکرار يې له يکشنبې تر جمعې پوري مازيګر ۴ بجې د هيواد ټلوېزيون څخه خپريږي. همدا راز سندريزي شېبې خپرونه د هيواد ټلوېزيون د ويب پاڼي او يوټيوب چينل له لاري هم کتلای سئ.
  9. ګالري د هيواد ټلوېزيون اوونيزه تفريحي خپرونه ده، چي د افغانۍ، هاليووډ او باليووډ سېنما خبرونه، د نويو راتلوونکو فلمونو په اړه معلومات او د فلم جوړوني مستند ويډيو کليپونه پکښي خپريږي. ګالري خپرونه د شفيق صديقي په کوربه توب هره پنجشنبه د شپې ۹ بجې او تکرار يې د جمعې په ورځ سهار ۹ بجې د هيواد ټلوېزيون څخه خپريږي. همدا راز ګالري خپرونه د هيواد ټلوېزيون د ويب پاڼي او يوټيوب چينل له لاري هم کتلای سئ.