په کندهار کي محصلانو د پاکستان د بورسونو له پاره امتحان ورکړ

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د سلګونو محلصينو څخه د لیسانس په کچه د پاکستان د بورسونو له پاره امتحان واخيستل سو.

د پاکستان د بورسونو رئیس جهانزيب خان وايي، چي په ټول افغانستان کي دغه بورسونو ته ۲۲۰۰۰ محصلانو نوم ليکنه کړې ده، چي پر مهال به یې ۱۰۰۰ کسه نارينه او ښځينه محصلان بريالي کېږي او د پاکستان په مختلفو پوهنتونو کي به زده کړي کوي.

هغه وایي، له ۲۰۱۰م څخه ۶۰۰۰ افغاني محصلانو په پاکستان کي د ليسانس او ماسټرۍ تر کچي زده کړي دي او اوس هم جريان لري.

جهانزيب خان زياتوي، په اوسنيو زر بورسونو کي يې ۱۲۵ طب ته ځانګړي سوي دي، چي له جملې يې ۲۵ د ښځينه محصلانو له پاره دي.

د کندهار مرستيال والي حاجي اغالالی دستګیري وايي، محصلان دي يوازي خپلو زده کړو ته پاملرنه وکړي، ځکه اوس د دوی د زده کړو وخت دئ او وروسته به د هيواد له پاره خدمت کوي.

هغه وايي، محصلان دي د هيواد په سياسي حالاتو کي ډېر فکر نه کوي او زده کړو ته دي ډېره پاملرنه وکړي.

محصلان او د ولايتي شورا غړي وایي، دغه ډول بورسونه د هيواد د محصلان لپاره ښه زیري دي د نړۍ نور هيوادونه دي هم دغه ډول بورسه افغانستان ته ورکړي.

دغه راز دوی وایي ډېری محصلان چي په بورسونو کي بريالي څه وخت درس ويلو وروسته بیرته زده کړي پرېږدي، چي په دې سره یې هم بورس ضايع سي او هم د نورو محصلانو حق وخوړل سي.

دوی زياتوي، بريالي محصلان، بايد په ډېره حوصله خپلي زده کړي وکړي.

د پاکستان د جنرل کونسګرۍ مسولین وایي، هغه محصلان چي کاميابه کيږي هغوی ته په پاکستان کي شپږمياشتي د انګلېسي زده کړه ورکول کيږي او وروسته بیا ورڅخه امتحان اخستل کيږي، چي د هغه وروسته به دوی وکولای سي، چي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...