په کندهار کي د ښځو نړیواله ورځ و لمانځل سوه

رپوټ: مهتمم صالح
د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ ده او په کندهار کي د دغه ورځي د لمانځلو له پاره لويه غونډه جوړه سوې وه.

په غونډه کي د کندهار د ښځو چارو رئيسې رقيې اڅګزۍ وويل، چي روان کال د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي ۲۴۱  قضيې ثبت سوي دي، چي په يادو قضيو کي  تفريق ۶۶، د کور څخه تېښته ۵، نفقه نه ورکول ۳۷، میراث نه ورکول ۷، وهل و ټکول ۴۵، اجباري ودونه ۹، په کم عمر ودول ۳، جنسي تېری ۵، په بدو کي ورکول ۵، او قتل هم ۵ قضيې وې، چي ځیني يې دوی په رياست کي حل و فصل کړي دي او ۱۲۶ يې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

د کندهار بشرحقونو خپلواک کمېسيون رئیس سلطان محمد عايل بيا وایي، چي کندهار روان کال دوهم ولايت سو، چي د تاوتريخوالي ډيري پيښي پکښي ثبت سوي او دوی هم روان کال ۳۴۰ قضيې ثبت کړي دي.

د کندهار والي حاجي روح الله خانزاده په ياده غونډه کي وويل، چي دوی هڅه کړې ده او په مرکز يې د کندهار له پاره ښځو ته د امن خونه منلې ده او راتلوونکي کال کي به جوړه سي.

هغه وویل، د سولي په پروسه کي به د کندهار په نماينده ګي يوه کندهارۍ ښځه استول کیږي، ده د ښځو څخه يې غوښتنه وکړه، چي داسي ښځه دي ورته وټاکی، چي وکولای سي د ښځو د حقونو او کندهاريانو نماينده ګي وکړي.

کندهارۍ میرمني بیا وایي، چي په جګړه کي تر ټولو دوی ډېري قربانۍ ورکړي دي، نو بايد د سولي په پروسه کي دوی ته ډېره ونډه وکړل سي.

دوی وايي، هغه سوله ښځو ته د منلو وړه نه ده، چي د ښځو حقوق پکښي تر پښو لاندي سي.

ښځي وایي، دوی د جګړو پر مهال بې طرفه پاته سوي، خو په روانو جګړو کي دوی ته تر ټولو ډېر زیانونه اوښتي، کوڼدي سوي، بې زويه سوي، او وروڼه یې هم دلاسه ورکړي دي.

x

دا هم وګورئ

کندهاري باغداران: که جګړه دوام وکړي د دوی د کلونو کلونو خوارۍ به عبث ولاړي سي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار په کرنيزو ولسواليو کي جګړو د خلګو کرنو ته ډېر ...