د عامي روغتیا ریاست مسئولین: خلګ دي په اختر کي د کورونا د مخنیوي په خاطر احتیاط وکړي

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار د عامي روغتيا رئیس محمد طاؤس اشرف نادري وايي، خلګ دي د اختر په شپو او ورځو کي د کورونا وايروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر احتياط وکړي او د ځان و کورنۍ صحت ته دي پاملرنه وکړي.

هغه وايي، خلګ احتياطي تدابیر نه نيسي، چي په داغه خاطر زیات خلګ په کندهار کي په کورونا اخته سوي دي.

هغه وايي، خلګ دي په ښار کي د سودا پر مهال ټولنيزي فاصلې مراعت کړي او تر څنګ دي هغه لارښوونو ته پاملرنه وکړي، چي روغتيا پالان ئې توصيه کوي.

داسي ويل کېږي، چي په کندهار کي د شديدو تبو او د ډېر عمر خلګو د مړيني ګراف لوړ سوی، چي د کندهار عامي روغتيا رئيس وايي، ښايي دغه کسان چي مړه کېږي لامل ئې کورونا وي، ځکه د دوی د معلوماتو له مخي په کندهار کي په هرو درو کورنيو کي دوې په کورونا اخته سوي دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي هم وايي، خلګ دي د روغتيايي کارکوونکو لارښووني په نظر کي ونيسي او خپل ځانونه دي د کورونا څخه وساتي.

دوی وايي، خلګ بايد کورونا جدي وګڼي څو د ځان او کورنۍ په وړاندي مسئول ونه اوسي.

په کندهار کي تر اوسه د کورونا ۶۳۰ مثبي پيښي ثبت سوي، خو د کندهار د حوزوي لابراتوار د خراتيا له امله د تيرو څو ورځو څخه په دغه ولايت کي د کورونا معاينات نه دي تر سره سوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...