روغ ژوند/ د روژې ټولنيزي او روغتیايي ګټي

ليکنه : نوراحمد ناصري

د روژې ټولنيزي ګټي:-

شتمن او خانان مسلمانان پخپله تل ارام او سوکاله ژوند کوي ، نوکله چي د روژې په نيولو سره د لوږي او تندي په سختيو او کړاوونو کي د بې وسو او بې وزلو مسلمانانو حالت ورپه ياد سي سمدستي فکر کوي چي د بې وسو او بې وزلو مسلمانانو ټول ژوند په لوږه او بې وسۍ کي تيريږي، نو پر هغوی يې زړه سوی پيدا کيږي او د مهربانۍ او مرستي لاس ورغځوي ، چي په پايله کي د خپل مال يو څه برخه غريبانو او بې وزلو ته ورکوي .بې وسه او بې وزله کسان د خانانو په دې ډول خواخوږۍ او مرستي سره له هغوی څخه خوشحاله کيږي. په پای کي د بې وزلو او خانانو تر منځ مينه او دوستي پيداکيږي او هر يو، يو د بل تر څنګ هوسا او ډاډه ژوند تېروي چي ،دا پخپله د ټولني د نيکمرغۍ سبب ګرځي دې ته وايي د روژې ټولنيزي ګټي خدای ج دي زموږ شتمنو هيوادوالو ته نور هم توفيق ورکړي چي دپدې مبارکه مياشت کي د بیوزلو لاس نيوی وکړي.

د روژې روغتيايي ګټي :-

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: صموا تصحوا (روژه ونيسئ ترڅو صحتمنده سئ )

نو د روژې نيول انسان ته لاندني روغيتایي ګتي رسوي.

۱- د کال په نورو ۱۱ مياشتو کي په معده کي مواد د صفرا د کڅوڼي څخه د څڅېدونکو تيزابو په وسيله هضميږي او دغه تيزاب په دغه يولسو مياشتو کي بايد هره ورځ جوړ سي او مصرف سي خو د روژې په مياشت کي دغه تيزاب ډير جمع کيږي او پدې ترتيب تر اړتيا ډير خوراکي مواد هضموي چي ګټه يې انسان ته رسيږي.

۲- په روژه کي لږ خوراک او څښاک د ځينو ناروغيو د علاج لپاره ډیره غوره لاره ده اوس په طبابت کي هم دا منل سوې چي د هاضمې د جهاز، پښتورګو او ينې ناروغۍ چي په درملو يې علاج نسي کيدای، په روژې نيولو سره په ښه ډول تداوي کيږي.

۳- د ينې يوه خاصه ناروغي چي ژيړی يې بولي په روژه نيولو سره له منځه ځي، ځکه چي دا ډول ناروغي زياتره د ينې د ستړتيا له کبله پيدا کيږي او د ينې زيات کارکولو په وخت کي له ويني څخه د صفرا مواد نه جلا کيږي او د روژې په مياشت کي ينه تر نورو وختو هوسا وي.

۴- په روژه کي روژدار ډېر خوراک او چښاک نه کوي، نوځکه يې اشتها هم ښه کيږي. د ښه اشتها په صورت کي د خوړلو د هضمېدو څخه وروسته د بدن د اړتيا وړ کيمياوي مواد په ښه توګه بدن ته جذبيږي او روغتيا ته ګټه رسوي.

۵- روژه د چاغوالي مخه هم نيسي روغتياپالان وايي په دې مياشت کي د چاغو کسانو لپاره ښه زيری دا دی چي په دا مياشت کي د وجود وازګي ويليږي او د هغه کسانو چي نس غټ وي که ورزش ورسره وکړي نو خپل عادي حالت ته راځي.

۶- روژه د بدن غړو ته استراحت ورکوي هغه دا چي اوس طبي ماهرانو ويلي چي د کال په نورو ۱۱ مياشتو کي د انسان وجود د بيلابيلو کړاونو سره مخ کيږي، چي په روژه کي د کال د راتلونکو ۱۱ مياشتو لپاره استراحت کیږي او د بدن هر غړی په جلا جلا توګه اراميږي.

۷- روژه انسان ته ذهني ځواکمنتيا ورپه برخه کوي يعني په روژه کي هغه فکرونه چي په عادي ورځو کي د انسان په فکر کي وي کم وي چي دا هم ذهن اراموي بل دا چي د ورځي په جريان کي د معدې خواهشات تر پخوا کم وي نو کله چي معده ارامه وي واضح خبره ده چي مغز هم ارام وي.

۸- روژه د شکري د ناروغانو لپاره ګټوره مياشت ده . په دې مياشت کي خوراک کميږي او ناروغان د راحتی احساس کوي تر څنګ يې د ويني د کلسټرول د زياتيدو مخه هم نيول کيږي يعني هغه کسان چي لوړ فشار ولري تر يوه حده يې فشار کنټروليږي.

د دې ترڅنګ روژه ډيري نوري روغتيايي ګټي هم لري خو ځيني ناروغۍ سته چي ناروغان يې د روژې په نيولو سره شايد په ستونزه کي سي نو په اړه يې لازمه ده چي لومړۍ د ډاکټر سره مشوره وسي او تر تشخيص وروسته بيا د اسلام د مبارک دين په رڼا کي لازم اقدامات تر سره سي.

 

x

دا هم وګورئ

روغ ژوند/ د خولې بدبوي هم ناروغي او هم بې نزاکتي

ليکنه : نوراحمد ناصري په لومړي سرکي دا وايم چي د خولې بدبويي داسي يوحالت ...