وسله والو طالبانو د غزني د جغتو او ده یک ولسوالۍ نیولي دي 

د غزني د ولایتي شورا غړي نصیر احمد فقیري ویلي، تېره شپه وسله والو طالبانو د غزني پر ګڼو ولسوالیو پراخ بریدونه کړي دي.

دده په خبره ددې بریدونو په لړ کي د جغتو او ده یک ولسوالۍ سقوط سوې دي او د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

هغه زیاته کړې چې په دې جګړه کي د ده یک ولسوالۍ د امنیه قومندان او ریزرف قطعې د قومندان په ګډون ۲۰ عسکر وژل سوي دي.

هغه همدا راز ویلي چي په دغه ولایت کي امنیتي وضعیت ورځ تر بلي مخ پر خرابېدو دی او امنیتي چارواکي د روان وضعیت د مدیریت وړتیا نه لري.

د ولایتي شورا یوه بل غړي عبدالجامع جامع بیا ویلي چي د غزني والي یو بې کفایت شخص دی او ددغه ولایت د وضعیت په مدیریت کي ناکام دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...