لیکنه: ایمل مړوند
پوستکی ښایسته کوي
روغتیا پالان وايي، د شاتو خوړلو عادت جوړول، د انسان د بدن زهرجن او مضر مواد لیري کوي. همدرانګه شات داسي مواد هم لري چي د انسان جلد یا پوستکی تازه او ښکلی ساتي.
اضافه وزن کموي
روغتیا پالان وايي، هغوی چي د خپل ډېر وزن څخه ستړي وي، په ورځينو خوړو کي دې شات ورزیات کړي. دوی زیاتوي؛ شات د نورو خوږو غذاو سربیره د انسان د بدن د اضافي وزن په کمولو کې همکاري کوي.
کولیسټرول کموي
روغتیايي څیړنې وايي، شات داسي مواد او ویټامینونه لري چي د انسان د بدن اضافي او مضر کولیسترول ډېریدو ته نه پریږدي.
زړه ښه ساتي
د روغتیايي څیړنو له مخي په شاتو کي د اینټي اکساييډنټس په نوم ماده سته چي د زړه د رنګونو په پاک او خلاصو ساتلو کې لویه مرسته کوي.
دغه څیړنې لاروښونه کوي که هره ورځ د یوه ګیلاس اوبو سره دوې کاچوغي شات ګډ سي او بیا وڅښل سي، د نورو فایدو ترڅنګ د زړه والونو یا رنګونو ته خورا ډېره ګټه لري.
حافظه پیاوړې کوي
د ځينو نورو طبیي څیړنو پر بنسټ په شاتو کي د کیلسیم ماده د انسان دماغو یا عصابو ښه ساتلو ته خورا ګټوره ده.
د څیړنو له مخي په ورځني ژوند کي د شاتو خوړل انساني حافظه پیاوړې کوي او تر څنګ يې د رواني کړاو په کمولو کې هم مرسته کوي.
خوب منظموي
روغتیا پالان باور لري چي په شاتو کي ځني داسي مواد سته چي د انسان د خوب په منظم کولو کي مرسته کوي.
د دوی په وینا؛ شات په وینه کي د انسولین کچه لوړوي، چي له امله يې یو کیمیکل سیرټونین خارجیږي او د میلاټونین په نوم په یو هارمون باندې بدلیږي، چي د ښه او منظم خوب له پاره خورا ګټور دی.
معیده او هضم ښه کوي
روغتیايي څیړني دا هم وايي، چي هره ورځ په خالي معیده له اوبو سره د شاتو څښل د معدې نه مکروبونه لرې کوي چي له امله يې معیده ښه فعالیت کوي.
همدرانګه شات د معدې زخم د ښه کولو په برخه کي هم مرسته کوي او د هضم سیستم هم جوړوي.
ستونی ښه ساتي
روغتیا پالان وايي، شات د ګڼو نورو روغتیايي فایدو تر څنګ داسي مواد هم په ځان کي لري چې په ستوني یا مرۍ کې درد او نورې ستونزې حلوي. پر وینا يې هغوی چي د ستوني له ستونزې کړیږي په نیم ګیلاس اوبو کي دي یوه چای خوري قاشوغه شات واچوي او بیا دې وڅښي ورسره به روغ رمټ سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون