په کندهار کي د ځوانانو تر منځ د سیرت النبي سیالی پیل سوي

راپور: سید حمید هاشمي

د حج اوقافو وزارت مسٔولین وايي، په دغه سیالیو کي ۵۰۰ تنو برخه اخیستي، چي هدف يې په ټولنه کي د مخدره موادو او غیرې اخلاقي کړنو مخنیوي دی.

د دوی په خبره ددغو اسلامي سیالیو ګټونکي کسان به عمرې ته ولیږي.

په دې سیالیو کي ۵۰۰ تنو نارینو او ښځینو ځوانانو ګډون کړی وو.

د حج واقاف وزارت استازی مولوي عبدالتواب حنیفي وايي، چي ددغه سیالیو څخه يې هدف په ټولنه کي د مخدره موادو او غیري اخلاقي کړنو څخه د ځوانانو مخنیوی دی.

د هغه په خبره دغه سیالۍ به په نورو ولایتونو کي هم پیل کړي چي د لومړی، دوهم او دریم مقام ګتونکي کسان به عمري ته ولیږل سي .

بلخوا د کندهار د حج اوقافو ریٔس او دیني علما ددغه ډول اسلامي سیالیو جوړول په ټولنه کي د سمون یو ښه ګام بولي.

دوی له ځوانانو وغوښتل چي له مخدره موادو. منفي رقابتونو او ژبني تعصب څخه لاس واخلي او د ټولني د پرمختګ لپاره کار وکړي.

ددغه سیالیو لومړي دوهم او دریم مقام بریالیو کسانو تر څنګ چي عمري ته به لیږل کیږي پاته کسانو ته به یوه اندزاه نغدي پیسي او نور امتیازات هم ورکول کیږي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...