راپورونه

په کندهار کي د ښځو نړیواله ورځ و لمانځل سوه

رپوټ: مهتمم صالحد مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ ده او په کندهار کي د دغه ورځي د لمانځلو له پاره لويه غونډه جوړه سوې وه. په غونډه کي د کندهار د ښځو چارو رئيسې رقيې اڅګزۍ وويل، چي روان کال د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي ۲۴۱  قضيې ثبت سوي دي، چي په يادو قضيو کي  تفريق ۶۶، د ...

Read More »

تجاران: کندهار ګمرک که د سون توکو موټران ډېر توقف کړي، نو د هرات غوندي پېښه را منځته کېدلای سي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سون تجاران اندېښنه لري، چي که د ګمرګ مسئولين د سون توکو موټران ډېر توقف کړي، ښايي دلته هم د اسلام قلعه غوندي د اورلګېدني پېښي را منځته سي. په کندهار د عمومي تېل فروشۍ مشر حاجي ميرويس وایي، چي د اسلام قلع په پېښه کي د کندهار د شاوخوا لسو تجارانو موټران ...

Read More »

په کندهار کي د ښار پاک ساتلو اشر وسو

رپوټ: مهتمم صالح د يکشنبې په ورځ د کندهار ښار په ډېرو سيمو کي د ښار پاکولو اشر وسو. د کندهار مرستيال والي فيصل شېرزی له ښاریانو غوښتنه کوي، چي په دغه ډول اشر سره دي د خپل ښار په پاکوالي کي برخه واخلي. د کندهار ښاروال محمد رفيع حيات وایي، هر هغه اشر چي ښاريانو په منځ کي د ...

Read More »

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان په شري ناروغۍ هم اخته کيږي، چي د روغتيا مسؤلين وایي، په تېره جدي مياشت کي دوی ۱۹۰ ناروغان په ميرويس روغتون کي بستر کړي دي. د ميرویس روغتون د کوچنيان د واټ مسؤل ډاکټر محمد صديق وايي، چي د دغه ۱۹۰ بستر سوي ناروغانو ...

Read More »

کندهاري باغداران: که جګړه دوام وکړي د دوی د کلونو کلونو خوارۍ به عبث ولاړي سي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار په کرنيزو ولسواليو کي جګړو د خلګو کرنو ته ډېر زيانونه اړولي دي. د دغه ولسواليو اوسېدونکي وايي، که جګړې همداسي جريان ولري، اندېښنه سته چي هغه باغونه یې وچ سي، چي دوی په کلو کلو خوارۍ په کښلي دي. دوی وایي، د جګړو له امله ټولي کرنيزي مځکي او باغونه ورڅخه پاته سوي دي، ...

Read More »

په کندهار کي د عمومي پارکينګونو کموالي خلګ له ستونزو سره مخ کړي دي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار ښاريان وايي، په دغه ولايت ترافيکي ګڼه ګوڼه ډېره ده، خو عمومي پارکينګونه نه سته، چي له امله يې خلګ مجبوره کېږي، چي خپل وسايط پر سړک ودروي. دوی وایي، کله چي خلګ وسايط پر سړک دروي، پوليس يې ټېرونه ور پنچروي او هنداري يې هم ور ماتوي، چي په خبره يې ښاروالۍ دي عمومي ...

Read More »

په کندهار کي محصلانو د پاکستان د بورسونو له پاره امتحان ورکړ

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سلګونو محلصينو څخه د لیسانس په کچه د پاکستان د بورسونو له پاره امتحان واخيستل سو. د پاکستان د بورسونو رئیس جهانزيب خان وايي، چي په ټول افغانستان کي دغه بورسونو ته ۲۲۰۰۰ محصلانو نوم ليکنه کړې ده، چي پر مهال به یې ۱۰۰۰ کسه نارينه او ښځينه محصلان بريالي کېږي او د ...

Read More »

خلګ د پولیسو له بېري د ترافيکي پېښو له قربانیانو سره کومک نه کوي

رپوټ: مهتمم صالح ډېر وخت د کندهار ښاريان شکايت کوي، چي د ترافيکي پېښو پر مهال خلګ نه سي کولای د بشري همدردۍ له مخي قربانيان روغتون ته ورسوي، ځکه پر لاره او يا روغتون کي يې پوليس نيسي او ستونزي ورته جوړوي. دوی وایي، ډېر وخت د ترافيکي پېښو مجرمين تښتي او قرباني سوي کسان په بد حالت کي ...

Read More »

رسنۍ دي د جګړه یيز ژورناليزم پر ځای د سولي ژورناليزم ته پاملرنه ډېره کړي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار پوهنتون مسئولين د رسنيو د مسئولينو سره په يوه علمي غونډه کي وویل، چي رسنۍ دي د جګړه ييز ژورناليزم پر ځای د سولي ژورناليزم ته ډېره پاملرنه وکړي، تر څو د جګړې ښکېلي خواوو پام د جګړې پر ځای سولي ته راواړوي. د دغه پوهنتون علمي مرستيال شېر شاه رشاد وايي، چي ځيني رسنۍ ...

Read More »

په کندهار کي د بار وړونکو موټرانو موټروانانو کاري اعتصاب کړی دئ

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي سلګونو د لوی باروړونکو کاري اعتصاب کړی دئ او وایي، چي د کابل هرات پر لویه لاره د پوليسو پوستې او د ټرانسپورټ پاټکونه غير قانوني پيسې ور څخه اخلي او تر څنګ يې سپکي سپوري هم ورته وايي. دوی وایي، د لاري د پوستو عسکر بې عزته کړي دي، وهلي یې دي او ...

Read More »