راپورونه

د کندهار ولايت مقام له پاره نوی والي معرفي سو

رپوټ: مهتمم صالح پرون د سیمه ايزو ارګانونو خپلواکي ادارې په غوښتنه او د ولسمشر په تائيد سره په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازی روح الله خانزاده د کندهار د نوي والي په توګه وټاکل سو، چي نن يې په کندهار ولايت مقام کي د معرفت مراسم نيول سوي وه. په دې اړه جوړه سوې غونډه کي ...

Read More »

په کندهار کي داخلي بې ځايه سوي: له سختو ستونزو سره مخ یو، ملي تجاران دي عاجلي مرستي را ورسوي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي بې ځايه سوي له سختو ستونزو سره مخ دي، د يخ شپې او ورځي او د سرپناه نه موجودیت د دغه بې ځایه سوو ستونزو څو برابره کړي دي. دوی وايي، په دغه سخت حالت کي دوی د ملي تجارانو بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. دوی وايي، چي يوازي په يوه جوړه کاليو کي ...

Read More »

کندهاري ځوانان: د جګړې ښکېلي خواوي دي په مذاکراتو کي د سولي ادبيات وکاروي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د جګړو شدت ډېر ځوانان د سولي له پروسې څخه ناهيلي کړي دي، خو وايي، چي اوس بايد په مذاکزاتو ګي د سولي ادبیات وکارول سي او د توندو او جګړه ايزو ادبیاتو څخه دي استفاده ونه سي. دوی وايي، تېر مذاکراتو مياشتي وخت ونيوی، خو کومه مثبته نتيجه يې نه ده ورکړې، چي ...

Read More »

په کندهار کي د بېځایه سوو زیات ناروغان سینه بغل سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح کندهار ښار ته زرګونه کورنۍ د جګړو له امله را بې ځایه سوي دي، چي دلته له ډېرو ستونزو سره مخ سوي دي. په کندهار کي د ميرويس حوزوي روغتون مسئولين وايي، چي روغتون ته په ور وړل سوو موسمي ناروغانو کي له ۱۵- ۲۰ سلنه يې بې ځايه سوي دي. د دغه روغتون سرطبیب ډاکټر محمد ...

Read More »

په کندهار کي داخلي بېځایه سوي له خلګو مرستي غواړي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي بې ځايه سوي له سختو ستونزو سره مخ دي، د يخ شپې او ورځي او د سرپناه نه موجودیت د دغه بې ځایه سوو ستونزو څو برابره کړي دي. دوی وايي، په دغه سخت حالت کي دوی د ملي تجارانو بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. دوی وايي، چي يوازي په يوه جوړه کاليو کي ...

Read More »

په کندهار کي شلو نارينه او ښځينه خبريالانو ته په څلورو برخو کي يو ورځنی ورکشاپ ورکړل سو

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د نی يا ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې مسئولين وایي، چی په دغه ولايت کي يې د سه شنبې په ورځ شلو نارينه او ښځينه خبريالانو ته په څلورو برخو کي يو ورځنی روزنيز سمينار جوړ کړ. د دغه ادارې مشر عبدالسمېع غيرتمل وايي، چي په دغه سيمينار کي يې خبريالانو ته د ډيجيټل ...

Read More »

په کندهار کي ګاز ثابت نرخ نه لري

رپوټ: مهتمم صالح د ژمي په راتګ سره چي د سون توکو په خاص ‌ډول ګازو تقاضا ډېريږي، بيي يې هم ورسره لوړيږي. اوس د کندهار ښاراوسېدونکي وايي، چي په ښار کي د ګازو نرخونه لوړ سوي دي او پر مهال یې په شرکتونو کي نرخونه هم ثابت نه دي. دوی وايي، په يوه شرکت کي يې کيلو په يوه ...

Read More »

په کندهار کي د خپل هیواد، خپل تولید په نوم درې ورځنی نندارتون پرانیستل سو

د صیام بزنيس خدماتي شرکت مسئولین وايي، دا ډول نندارتون د هيواد په شپږ زونونو کي د کورنۍ توکو څخه د استفادې او پانګونې ستر کمپاین دی چي د خپل هېواد خپل تولید نندارتون او کنفرانس تر عنوان لاندې د کورنیو توکو د پرمختګ، د نوي محصلاتو پیژندني، د پانګونې فرصتونو، جذب او هڅوونې په موخه ترسره کیږي. د صیام ...

Read More »

د ولايتي شورا مسئولين: له دولتي ادارو غواړو چي بې ځايه سوو ته په شفاف ډول مرستي ورسوي

رپوټ: مهتمم صالح پرون کندهار ته د طبعي پېښو سره د مبارزې وزير کندهار ته راغلی وو، چي دلته یې د مرستو لومړۍ جوفه راوړل، څو د هغه بې ځایه سوو سره مرستي وکړي، چي کندهار ښار ته له نا امنه سیمو څخه راغلي دي. د هغه سره په يوه غونډه کي د کندهار د ولايتي شورا رئیس حاجي سيدجان ...

Read More »

د کندهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې پر رئيس د رشوت اخیستني تور پوري سوی دئ

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د اداري اصلاحاتو په ریاست کي د سل زره افغانیو مالي فساد موضوع له همدې ځایه پيل سوې. د نوموړي ریاست د ټرانسپورت قرار دادي حاجي شېر محمد وايي چي د خپلو وسایطو د کرايې د پیسو د ترلاسه کیدو پر مهال د کندهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې رئيس میوند تسل ...

Read More »