راپورونه

په کندهار کي د الکترونيکي تذکرو دوهم مرکز پرانيستل سو

رپوټ: مهتمم صالح تر دا مهاله په کندهار کي د الکترونيکي تذکرو د تر لاسه کولو يوازي يو مرکز وو، چي خلګ یې هم له ستونزو سره مخ کړي وه، خو اوس د کندهار ښار په شپږمه ناحيه کي د الکترونیکي تذکرو دوهم مرکز هم پرانستل سو. د احصايې رئیس سميع الله مقصودي وايي، د دې مرکز په پرانستلو سره ...

Read More »

د افغانستان د کرنيزو علومو ملي پوهنتون کارکوونکي وايي معاشونه یې باید له نورو ادارو سره مساوي سي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د افغانستان د کرنيزو علومو کارکوونکي ځکه د اعتراض په شکل راټول سوي دي، چي بايد په معاشاتو کي مساوات په نظر کي ونيول سي. دوی په خپلو شعارونو کي د عدالت، په معاشاتو کي مساوات او کښته رتبه مامورين د فقر څخه د ژغورلو غوښتنه کوي. دوی وایي، په ۱۳۹۷ لمريز کال کي ...

Read More »

د روغتيا مسئولين: په کندهار کي د پوليو واکسين کمپاين د وروستيو جګړو له امله نور هم محدود سوی دئ

رپوټ: مهتمم صالح په ټول هيواد کي په روان ميلادي کال کي د پوليو ۵۶  پيښي ثبت سوي دي، چي ۳۸ يې يوازي په جنوبي حوزه کي دي. په کندهار کي د روغتيا ریاست مسئولين وايي، دا ځل د پوليو په وړاندي د واکسين کمپاين د جګړو له امله لا ډېر محدود سوی دئ. په جنوب کي د پوليو ضد ...

Read More »

په کندهار کي دپنځوس بستريز روغتون مسئولین: سږ کال کورونا ته پوره اماده ګي لرو

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د کورونا د لومړۍ څپې په راتګ سره په دغه ولايت کي د کورونا په روغتون ډېري ستونزي ليدل کېدې، چي خلګو هم شکايتونه ور څخه کول، د دې تر څنګ د کورونا سره د مبارزې په راغلو پیسو کي فساد خلګ پر کورونا بې باوره کړه. خو روغتيا مسئولین وایي، چي کندهار ته ...

Read More »

په کندهار کي له میونده تر دامانه د موټروانانو څخه پيسې اخیستل کېږي

رپوټ: مهتمم صالح ډېر وخت په کندهار کي د کابل- هرات د لويي لاري موټر چلوونکي شکايت کوي، چي په لاره کي پوليسو پاټکونه جوړ کړي دي او له دوی څخه په زور پيسې اخلي. دوی اوس هم وایي، چي ستونزه يې لانه ده حل سوې او په لاره کي لا هم پوليس ډېري پیسې ځیني اخلي. دغه موټروانان وايي، ...

Read More »

په کندهار ښاروالۍ کي د عوایدو راټولولو الکټرونیکي سیسټم پرانیستل سو

په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي د ښاروالیو چارو معین روح الله نیازي و ویل، تر کابل، مزارشریف، هرات او ننګرهار وروسته په کندهار کي د ښاري خدماتو د عصري کولو په خاطر ای اېف اېم اېس سیسټم فعالوي، چي په مرسته به یې ښاري خدمات چټک او د عوایدو د راټولولو او مصرفولو په برخه کي به شفافیت ...

Read More »

کوهستانی: افغان ځواکونه او په خاص ډول طبي کارکوونکي د نجات فرشتې دي

په ۲۰۵ اتل قول اردو کي د ملکي او نظامي ډاکټرانو له خوا سيمینار جوړ سو، چي هدف يې د روغتیا په برخه کي لا ښه پرمختګ او ناروغانو ښه تداوي کول دي. په دغه سيمینار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان برید جنرال ارکانحرب میر اسدالله کوهستاني و ویل، د افغان ځواکونو په لیکو کي ډاکټران او روغتیايي ...

Read More »

که شخصي پوهنتونونه تر خپل سري امتحانونو تېر نه سي، پوهنتونونه یې ور بندوو

رپوټ: مهتمم صالح څه وخت دمخه پر ټولنيزو رسنیو ځیني محصلينو ادعا وکړه، چي ځيني خصوصي پوهنتونونه د خپل فیس له پاره په زور امتحانونه ور څخه اخلي او دوی پوره درس هم نه دئ ویلی. د کندهار ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال وايي، خصوصي پوهنتونونه بايد د محصلينو څخه د قانون خلاف په زوره امتحانونه وا نه خلي. ...

Read More »

نړیوالي مرستي باید د فاسدینو جېب ته و نه لوېږي

رپوټ: مهتمم صالح د دوشنبې په ورځ د سلو هيوادونو او سازمانونو استازي د سويس په جنيوا ښار کي د افغانستان سره د مرستو د ژمنو تازه کولو په موخه راټول سوي او په انلاین شکل هم ځینو مشرانو پکښي ګډون کړی دئ. دغه کنفرانس چي دوې ورځي به دوام وکړي، غړي هيوادونه يې غواړي، چي په هیواد کي د ...

Read More »

په کندهار کي ښځینه خبریالانو ته د سولي راپور جوړولو یو ورځنی ورکشاپ ورکول سو

په کندهار کي د ښځینه ژورنالیستانو د ملاتړ مرکز له خوا ځينو ښځينه او نارینه خبریالانو ته د سولي راپور ورکولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ورکول سو. د دغه ورکشاپ روزونکې ملاله میوند وايي، د دې پروګرام هدف دا وو چي خبریالان څنګه د سولي راپور جوړ کړي او په رسنیو کي سوله ییزه ژبه وکاروي. خبریالان وايي، په ...

Read More »