په کندهار ښاروالۍ کي د عوایدو راټولولو الکټرونیکي سیسټم پرانیستل سو

په دې اړه جوړو سوو مراسمو کي د ښاروالیو چارو معین روح الله نیازي و ویل، تر کابل، مزارشریف، هرات او ننګرهار وروسته په کندهار کي د ښاري خدماتو د عصري کولو په خاطر ای اېف اېم اېس سیسټم فعالوي، چي په مرسته به یې ښاري خدمات چټک او د عوایدو د راټولولو او مصرفولو په برخه کي به شفافیت او روڼتیا را منځته سي.

د ښاغلي نیازي په خبره، تر اوسه د کندهار ښار د ۱۵۰ زره کورونو اړین معلومات دغه سیسټم ته داخل سوي دي، چي د صفايي محصول د ورکړي، صنفي جواز اخیستلو، تعرفې نوي کولو او ځینو نورو برخو کي به ورته د چارو د چټکتیا ترڅنګ د لازمي اسانتیاوو زمینه برابري او د شفافیت تضمین به یې موجود وي.

کندهار والي حیات الله حیات هم وویل، د دې سیستم په مرسته نه یوازي چي په چارو کي چټکتیا رامنځته کېږي، بلکي د فساد مخنیوی، روڼتیا او کنټرول رامنځته کول، معلوماتو ته لاسرسی، پر وخت راپور ورکول، د شته بودجې او مصارفو په اړه دقیق معلومات ژر شریکول یې اساسي ښېګڼي دي، چي د چارو په عصري او اغېزناک کولو کي خاص رول لري.

دغه راز د کندهار د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکرېزوال او کندهارښاروال انجینررفیع حیات هم د خپلو خبرو پر مهال د یاد سیستم په فعاله کېدو د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چي له دې لاري به روڼتیا رامنځته او د فساد مخه به ونیول سي.

د غونډي په پای کي د مسؤلینو لخوا د پټۍ په پرېکولو رسماً دغه سیستم پرانیستل سو، چي د کندهارښاروالۍ په پنځلسو ناحیو کي به خدمات وړاندي کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...