په ۲۰۵ اتل قول اردو کي د ملکي او نظامي ډاکټرانو له خوا سيمینار جوړ سو، چي هدف يې د روغتیا په برخه کي لا ښه پرمختګ او ناروغانو ښه تداوي کول دي.
په دغه سيمینار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان برید جنرال ارکانحرب میر اسدالله کوهستاني و ویل، د افغان ځواکونو په لیکو کي ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي هغه کسان دي، چي هم د افغان ځواکونو او هم د ملکي کسانو ژوند ژغوري.
هغه وویل، ملکي او نظامي ډاکټران په کندهار او نورو جنوبي ولایتونو کي په همږغۍ د جګړې د ټپیانو درملنه کوي او هڅه کوي چي لا یې هم په کار کي ښه والی راسي.
دغه راز د ۲۰۵ اتل قول اردو د روغتون قوماندان او نورو ډاکټرانو هم د روغتیايي خدماتو اړوند خبري وکړې او په روغتیايي برخه کي د ښه خدماتو په موخه يې خپل نظریات سره شریک کړل.
دوی وویل، دغه ډول سمینارونه ډېر ګټور دي او ډاکټران کولای سي یو د بل سره خپلي تجربې شریکي کړي تر څو د نظاميانو او ملکیانو لپاره په عاجلو او عادي حالاتو کي ښه خدمات وړاندي کړي او د هغوی ژوند وژغوري.
دغه راز په دې سمینار کي هغه ډاکټرانو ته تقدیرنامې هم ورکړل سوې چي په خپلو دندو کي یې ښه وړتیا ښوولې وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون