که شخصي پوهنتونونه تر خپل سري امتحانونو تېر نه سي، پوهنتونونه یې ور بندوو

رپوټ: مهتمم صالح

څه وخت دمخه پر ټولنيزو رسنیو ځیني محصلينو ادعا وکړه، چي ځيني خصوصي پوهنتونونه د خپل فیس له پاره په زور امتحانونه ور څخه اخلي او دوی پوره درس هم نه دئ ویلی.

د کندهار ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال وايي، خصوصي پوهنتونونه بايد د محصلينو څخه د قانون خلاف په زوره امتحانونه وا نه خلي.

هغه وايي، په کندهار کي ځیني پوهنتونونه د خپل پیسو او پیس اخيستلو په خاطر محصلين اړ کوي، چي امتحان ورکړي، حال داچي د کورونا د دوهمي څپې له امله ټول پوهنتونونه له راتلونکي شنبې څخه رخصتېږي.

خاکرېزوال وایي، که د پوهنتونونو مسئولین پر خپل دريځ ودريږي، نو دوی مجبوره کېږي، چي پوهنتونونه يې ور وتړي.

محصلين هم وايي، پوهنتونونه بايد امتحانونه وا نه خلي، ځکه ډېرو محصلينو پوره سمسټر درس نه دئ ویلی، نو څنګه امتحان ورکړي.

دوی وايي، دولتي ادارې او د لوړو زده کړو وزارت باید دغه موضوع ته پاملرنه وکړي، څو دغه ستونزي حل کړل سي او د پوهنتونونو مسولين له خپلو پرېکړو تېر سي.
 څو ورځي مخکي د کابينې د پرېکړي پر اساس د لوړو زده کړو وزارت د رواني قوس مياشتي له اتمي د کب تر پنځلسمي پوري ټول د لوړو زده کړو خصوصي او دولتي مرکزونه روخصت اعلان کړه، خو په کندهار کي ځيني خصوصي پوهنتونونو د رخصتي تر مخه د محصلينو څخه د امتحانونو اخستلو پرېکړه کړې، چي دا پرېکړه محصلينو ته د منلو وړ نه ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...