نړیوالي مرستي باید د فاسدینو جېب ته و نه لوېږي

رپوټ: مهتمم صالح

د دوشنبې په ورځ د سلو هيوادونو او سازمانونو استازي د سويس په جنيوا ښار کي د افغانستان سره د مرستو د ژمنو تازه کولو په موخه راټول سوي او په انلاین شکل هم ځینو مشرانو پکښي ګډون کړی دئ.

دغه کنفرانس چي دوې ورځي به دوام وکړي، غړي هيوادونه يې غواړي، چي په هیواد کي د پایداري سولي، د بېوزلي سره د مبارزې، د غذايي خونديتوب، د اقتصاد پیاوړتيا، د کورونا سره مبارزه او په نورو اساسي برخو د مرستو له پاره څلورکلنۍ ژمني تازه کړي.

دلته په کندهار کي ځوانان د دولت څخه غوښتنه کوي، چي د نړيوالو مرستي دي پر اساسي ځايونو او پروژو مصرف کړل سي.

ځوانان د نړيوالي ټولني دغه ډول مرستي ډېري مهمي ګڼي، خو فساد په دغه برخه کي د لوی خنډ په توګه يادوي او وايي، چي ډېر وخت د مرستو پيسې شخصي جېبونو ته لوېږي.

دوی وايي، حکومت بايد په دغه مرستو کي د فساد مخه ونیسي او اجازه ور نه کړي، چي په دغه مرستو کي فساد وسي او شخصي جيبونو ته ولوېږي.

دوی په دغه برخه کي د فساد سره د مبارزې نوی جوړ سوی کمېسيون مهم وګڼی او غوښتنه يې وکړه، چي دغه کمېسيون دي په صداقت خپلي چاري پر مخ يوسي.

دغه ځوانان زياتوي، د نړيوالو لخوا سوي مرستي بايد پر داسي پروژو ولګول سي، چي په هیواد کي د بېوزلۍ د منځه وړلو، سولي او اقتصاد په پیاوړتيا کي رول ولوبوي.

 افغان دولت هم تمه لري، چي نړيوال به دا ځل هم خپلي ژمني تازه کړي او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.

د مالې وزارت وياند شمروز خان مسجدي ويلي، چي افغان حکومت د تیر جنیوا کنفرانس د ۹۰ سلنه ژمني عملي کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...