په کندهار کي د ښار پاک ساتلو اشر وسو

رپوټ: مهتمم صالح

د يکشنبې په ورځ د کندهار ښار په ډېرو سيمو کي د ښار پاکولو اشر وسو.

د کندهار مرستيال والي فيصل شېرزی له ښاریانو غوښتنه کوي، چي په دغه ډول اشر سره دي د خپل ښار په پاکوالي کي برخه واخلي.

د کندهار ښاروال محمد رفيع حيات وایي، هر هغه اشر چي ښاريانو په منځ کي د نېکو انګېزه خپروي، د ښار له پاره ګټور دئ، چي د دوی هم ياد اشر څخه موخه داده، چي ښاريان د ښار پاک ساتلو احساس ورکړي.

هغه وايي، که هر ښاري د ښار ساتلو په موخه خپل مسئوليت اداء کړي، نو کندهار ښار به تل پاک ساتل سوی وي.

د کندهار د چاپیريال ساتني رئیس امان الدين حميدي وایي، دوی هڅه کوي په بېلابېل ډول خپلو ته عامه پوهاوی ورکړي، څو خپل چاپيريال پاک وساتي.

هغه وایي، اوس هم په ښار او ښار ته نژدې ځیني بټۍ او حمامونه د اقليم له پاره خطر دئ او دوی هڅه کوي، چي له ښاره يې ليري کړي.

د کندهار اطلاعات او فرهنګ رئیس حکمت الله افغان وايي، چي دوی وخت په وخت ځوانانو ته د ښار پاک ساتلو په موخه پوهاوی ورکړی او اوس يې هم ځوانان هڅولي، چي په اشر کي برخه واخلي.

د دغه اشر رضاکاران وایي، چي دغه ډول اشرونه په خلکو کي د اتفاق او يووالي احساس ژوندی کوي، نو بايد ښاریان په خپله خوښه دغه ډول اشرونه جوړکړي.

دوی وایي، له ټولو ولايتونو او بهرنيو هيوادونو څخه کندهار ښار ته مېلمانه راځي، نو بايد ښار پاک وساتل سي.

په کندهار ښار کي د کنډ او کپر سړکونو له امله هم ډېر وخت ښار چټل کيږي او تر څنګ د هغو دوړو خلک هم په ستونزه کي اچولي دي.

کندهار ښاريان واي، د کنډ او کپر سړکونو د دوړو څخه ډېری يې په تنفوسي ناروغيو اخته سوي.

x

دا هم وګورئ

کندهاري باغداران: که جګړه دوام وکړي د دوی د کلونو کلونو خوارۍ به عبث ولاړي سي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار په کرنيزو ولسواليو کي جګړو د خلګو کرنو ته ډېر ...