راپورونه

ښاروالي دي تر بارانونو دمخه چرۍ پاکي کړي

د کندهار د ولایتي شورا مسئولین وایي، کندهار ښاروالي دي مخکي له دې چي بارانونه وسي او یو ځل بیا د خلګو کورونو او سړکانو ته اوبه را واوړي، چرۍ پاکي کړي. د کندهار د ولايتي شورا رئيس سید جان خاکرېزوال وایي، هر کال له دې امله چي چرۍ او پاتاوونه بند وي، اوبه سړکانونه ته را اوړي او یا ...

Read More »

د ولسوالیو څخه راغلي کډوال نه سرپناه لري او نه خوراک و چيښاک

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار په ځینو ولسواليو کي جګړو زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو څخه بې ځايه کړي دي، چي هغوی اوس نه د سرپناه ځای لري او نه هم خوراکي او غير خوراکي توکي. دا چي په کندهار کي دوې ورځي باران اورېدلی دئ، بې ځايه سوي يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي. دغه کورنۍ وايي، دوی ...

Read More »

په کندهار کي د غلا یو نوی ډول پیدا سوی دئ

رپوټ: مهتمم صالح له څه وخت راهيسي په کندهار کي ځيني مسلکي غله د خلګو څخه د جايزې په نامه پيسې غلا کوي. دغه غله خلګو ته زنګونه وهي او ورته وایي، چي په مخابراتي شرکت کي ستاسو پر نمبر جايزه راغلې ده، تاسو به موږ ته کريډيټ کارټونه او يا هم پیسې را استوی، چي په دغه ډول یې ...

Read More »

د کندهار خبريالانو کابل ته د معلوماتو د نه لاسرسي په اړه يو ګډ شکايت ليک ولېږئ او په اړه يې خبري کنفرانس جوړ کړ

رپوټ: مهتمم صالح کلونه کېږي، چي په هيواد کي معلوماتو ته د لاسرسي قانون جوړ سوی دئ، خو لا هم خبريالان معلوماتو ته لاس رسی نه لري او ډېر وخت خبرونه د سرچينو په حواله خپروي، چي هغه تر ډېره دقيق نه وي او تر څنګ يې په ځينو حالاتو کي يو طرفه سي. د پنجشنبې په ورځ لسګونو خبريالانو ...

Read More »

په کندهار کي د تېرو دوو میاشتو راهیسي د ټلیفونو شبکو فعالیت کمزوره سوی دئ

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي ډېر وخت خلګ د مخابراتي شبکو د فعاليتونو څخه سر ټکوي او وايي، چي مصرف یې ډېر خو کيفيت یې صفر دئ. خلګ وايي، چي ډېر وخت شبکې پر خپل سر پیسې ور څخه ګرځوي، خو د تېرو دوو مياشتو راهیسي يې بیا په ښار او ولسواليو فعاليت هم کم سوی دئ. دوی وايي، ...

Read More »

په کندهار کي د حاجي ميرويس خان نيکه عالي لېسې د پخواني مدير شهيد وحيدالله احمدي شپږم تلین ولمانځل سو

رپوټ: مهتمم صالح پوره شپږ کال مخکي په کندهار کي د حاجي میرويس خان نيکه پخوانی مدير شهيد وحيدالله احمدي د نامعلومو وسلوالو لخوا په هدفي وژنه کي ژوند دلاسه ورکړ. نن سه شنبه په حاجي ميرویس خان نيکه عالي لیسې کي د هغه شپږم تلين ولمانځل سو. د کندهار د پوهني رئیس محيب احمد روښان وايي، په تېرو لسو ...

Read More »

د کندهار د کرهڼیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون اجیرانو مظاهره وکړه

دا کسان چي د درېیم بست څخه تر اتم بست پوري وظیفې لري، د افغانستان د دولت څخه یې د معاش د مساواتو د غوښتني په خاطر مظاهره وکړه.دوی وايي، چي د ملکي خدمتونو له خوا د معاشاتو لوړولو پروسه شروع سوې وه، چي په ځینو ادارو کي فعاله سوه، خو په ځینو کي اوس هم نه ده فعاله سوې.دوی ...

Read More »

د کندهار په میوند کي چاودني ۴۰ کسان ټپي کړي او وژلي دي

رپوټ: مهتمم صالح برايي شپه اووه بجې د کندهار د ميوند ولسوالۍ په بازار کي د شهرا نظامي کنډک ته څېرمه په مازدا موټر کي بار چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده، چي سرچينې وايي، چاودنه ډېره قوي وه او شاوخوا کورونه او دوکانونه یې نړولي دي. د معلوماتو له مخي په چاودنه کي څلوېښتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، ...

Read More »

په کندهار کي د نا امنه ولسوالیو زده کوونکو مظاهره وکړه

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د نا امنه ولسواليو ليليه زده کوونکي وايي، له څو میاشتو راهیسي دوی ته نه معاش ورکړل سوی دئ او نه هم خوراکي توکي، چي دوی يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی په داغه خاطر لاريون کړی وو او د ولايتي شورا مخته یې عمومي سړک بند کړی وو او ويل ...

Read More »

په کندهار کي د خبريالانو په وړاندي د جرمونو د معافیت نړيواله ورځ ولمانځل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د ميلادي کال د نوومبر دوهمه د خبريالانو په وړاندي د جرمونه د معافیت نړيواله ورځ ده، چي په کندهار ولایت مقام کي هم دغه ورځ ولمانځل سوه. په مراسمو کي په کندهار کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسئول احمد لودين وويل، ډېر وخت خبريالان د خطرونو په مقابل کي راپورونه جوړوي. هغه وايي، پروسږ ...

Read More »