په کندهار کي د نا امنه ولسوالیو زده کوونکو مظاهره وکړه

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د نا امنه ولسواليو ليليه زده کوونکي وايي، له څو میاشتو راهیسي دوی ته نه معاش ورکړل سوی دئ او نه هم خوراکي توکي، چي دوی يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی په داغه خاطر لاريون کړی وو او د ولايتي شورا مخته یې عمومي سړک بند کړی وو او ويل يې، چي د دوی حق خوړل کېږي.

دوی وایي، د ليليې مدير د دوی حقوق نه ورکوي او بیا اخطارونه هم ورکوي، چي بايد ږغ پورته نه کړي او چاته شکایت و نه کړي.

زده کوونکي غوښتنه کوي، چي اول د دوی حقوق ورکړل سي او بیا دي د ليليې مدير له دندي ګوښه کړل سي.

د ولايتي شورا مرستیال عبدالقيوم بیا د زده کوونکو د حقوقو د ځنډ خبره مني، خو وايي، دوی هڅه کوي، چی د پوهني د رئيس او ولايت مقام سره د ليليې  د زده کوونکو ستونزه حل کړي.

هغه وایي، دوی په تېره شورا کي د پوهني ریاست استازي او د ليليې مدیر راغوښتی وه او په راتلونکي کي به هم د زده کوونکو د حقونو څخه دفاع کوي.

بلخوا د کندهار د پوهني ریاست ویاند نظر محمد صميمي بیا وايي، د ولسمشر د حکم پر اساس هيڅ کس نه ليله لري او نه هم خوراکي توکي، بلکي دوی ته بدل معاشت ورکول کېږي.

هغه وايي، دوی وزارت ته وړانديز کړی دئ او هڅه کوي چي بوديدجه را انتقال کړي، له هغه وروسته به دغه زده کوونکو ته مياشتنی معاش وټاکل سي.

صميمي وایي، له هغه وروسته به هر هغه زده کوونکی چي ليليه وي، هغوی ته به په میاشت کي ۳۳۰۰ افغانۍ معاش ورکول کېږي.

د ولايتي شورا څخه وکيلان په کندهار کي دغه ليلې ته تللي.

دوی وايي، د ليليې حالت سم نه وو، او د اوسېدو لپاره مناسبه نه وه، نو بايد دغه ليلیې پاملرنه وسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...