د کندهار په میوند کي چاودني ۴۰ کسان ټپي کړي او وژلي دي

رپوټ: مهتمم صالح

برايي شپه اووه بجې د کندهار د ميوند ولسوالۍ په بازار کي د شهرا نظامي کنډک ته څېرمه په مازدا موټر کي بار چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده، چي سرچينې وايي، چاودنه ډېره قوي وه او شاوخوا کورونه او دوکانونه یې نړولي دي.

د معلوماتو له مخي په چاودنه کي څلوېښتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چي څلور کسان چي يو کوچنی او يوه ښځه پکښي شامل دي وژل سوي او نور ټپيان دي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مسئولین د ميوند ولسوالۍ د برايي شپې چاودنه غندي او دا ډول بريدونه بشري جنايت ګڼي.

د دغه کمېسيون د ملکي مرګ ژوبلي د څانګي مسئول نعمت الله حسني وايي، د برايي شپې په بريد کي ۱۷ کسه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چي ښايي دغه ارقام نور هم لوړ سي.

هغه وايي، په دغه ډول پيښو کي تر ډېره عامو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي، چي دا جنګي او بشري جنايتونه ګڼل کېږي.

هغه له ښېکلو اړخونو څخه وغوښتل، چي نور دي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي څخه لاس واخلي.

 د ميرويس روغتون د جراحي واټ ټرېني متخصص قدرت الله حکيمي وایي، دوی ته تر دا مهاله د پېښي د ځای څخه ۳۵ کسان ور وړل سوي، چي يوه ښځه پکښي وژل سوې ده.

هغه وايي، داسي ورته ويل، چي ځیني کسان د کورونو او دوکانو تر خاورو لاندي سوي دي.

ډاکټر حکيمي وايي، په دغه کسانو کي ۱۵ یې ملکيان دي، چي په دوکانونو او کورونو کي ټپیان او وژل سوي دي.

په پېښه کي ټپي سوی کسان وايي، اووه بجې وې، دوی په خپلو ځايونو کي وه، چي ډېره شديده چاودنه وسوه او دوی ورسره بې هوښه سوه، چي وروسته یې سترګي خلاصي کړې، دوی په روغتون کي وه.

د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزی بیا په پېښه کي د درې پوليسو او ۱۳ ملکي کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

هغه وایي، چي په پېښه کي یوه ښځه وژل سوې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...