دا کسان چي د درېیم بست څخه تر اتم بست پوري وظیفې لري، د افغانستان د دولت څخه یې د معاش د مساواتو د غوښتني په خاطر مظاهره وکړه.دوی وايي، چي د ملکي خدمتونو له خوا د معاشاتو لوړولو پروسه شروع سوې وه، چي په ځینو ادارو کي فعاله سوه، خو په ځینو کي اوس هم نه ده فعاله سوې.دوی وايي، چي په اوسني معاش یې ګذاره نه کېږي او نه هم د ژوند ضرورتونه په پوره کولای سي، ځکه ډېر لږ دئ او باید دولت پر خپلي کړي ژمني عمل وکړي.دا په داسي حال کي ده، چي د قوس د اولي څخه تر شپږمي پوري به په ټول افغانستان کي د ادارو کارمندان د معاش لوړولو په خاطر اعتصاب وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون