په کندهار کي د حاجي ميرويس خان نيکه عالي لېسې د پخواني مدير شهيد وحيدالله احمدي شپږم تلین ولمانځل سو

رپوټ: مهتمم صالح

پوره شپږ کال مخکي په کندهار کي د حاجي میرويس خان نيکه پخوانی مدير شهيد وحيدالله احمدي د نامعلومو وسلوالو لخوا په هدفي وژنه کي ژوند دلاسه ورکړ.

نن سه شنبه په حاجي ميرویس خان نيکه عالي لیسې کي د هغه شپږم تلين ولمانځل سو.

د کندهار د پوهني رئیس محيب احمد روښان وايي، په تېرو لسو کلونو کي د پوهني بهير لسګونه کدرونو د شهيد وحيدالله احمدي غوندي ژوند له لاسه ورکړی دئ.

هغه وایي، شهيد وحيد الله احمدي يو نوښتګر شخص وو او د پوهني ریاست په خپله غېږه کي دغه ډول نوښتګرو ځوانانو ته ځای ورکړی دئ.

روښان وايي، شهيد احمدي به چي د پرمختګ له پاره کوم ارمانونه درلوده، نو هڅه به یې کول چي هغه په ښه ډول يې پوره کړي.

په مراسیمو کي د کندهار ولايتي مقام په نمایندګي د بشري سرچينو رئیس جاويدالله سلطاني وویل، چي د شهيد وحيدالله احمدي يوازنی ارمان دا وو، چي زده کړي ته کار وسي او ټول ځوانان د پوهي په زېور سامبال سي، نو ځوانان دي هڅه وکړي، چي د هغه ارمانونه پوره کړي.

دغه راز د هغه ملګري او همګاران وایي، شهيد وحيد الله احمدي په اماتور شکل يو ډېر ښه مديريت درلودئ.

دوی وايي، هغه تل هڅه کول چي د حاجي میرويس خان نيکه عالي ليسې زده کوونکي داسي وروزي، چي هغوی ښه موقفونه ولري، چي همداسي سوي هم دي.

شهيد وحيدالله احمدي د حاجي احمد خان زوی وو، چي په ۱۳۶۸ لمریز کال کي د کندهار په پنځمه کي ناحيه کي زېږېدلی وو، هغه د ښوونځي دوره په همدې ليسه کي بشپړه کړې وه او وروسته يې د کندهار په عالي دار المعليمين کي د پښتو ادبیاتو څانګه و ویل.

هغه وروسته د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي څخه هم فارغه سوی وو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...