رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي ډېر وخت خلګ د مخابراتي شبکو د فعاليتونو څخه سر ټکوي او وايي، چي مصرف یې ډېر خو کيفيت یې صفر دئ.
خلګ وايي، چي ډېر وخت شبکې پر خپل سر پیسې ور څخه ګرځوي، خو د تېرو دوو مياشتو راهیسي يې بیا په ښار او ولسواليو فعاليت هم کم سوی دئ.
دوی وايي، د ښار په مرکزي سيمو کي ټليفون او انټرنيټ کار نه کوي او دوی نه سي کولای خپل د کورنۍ له غړو سره خبري وکړي.
خو د کندهار والي حيات الله حيات وايي، د زون په سطحه د مخابراتي شبکو فعاليت نه کمزوری کېږي، بلکي دغه فعاليت په کابل کي بندېږي، چي دوی دغه موضوع د مخابراتو له وزارت او شرکتونو سره شريکه کړې ده، اما هغوی ورته ویلي دي، چي وسله وال طالبان د دوی پايې سوځي، چي له امله يې دوی نه سي کولای چي فعالیت قوي کړي.
د حيات په خبره، تمه لري چي په راتلونکي کي به دغه ستونزي ته د حل يوه لاره پیدا کړي، خو هغه شرکتونه چي ګټه کوي، بايد يوه اندازه خطر هم پر ځان ومني.
والي وايي، دوې مياشتي مخکي وسلوالو د کندهار په ولسوالیو کي د ټلیفون دوې پايې سوزلي او له منځه وړي دي.
په کندهار کي ډېر خلګ د افغان بېسم مخابراتي شبکې څخه استفاده کوي، خو د ټولو مخابراتي شبکو څخه تر ۹۵ سلنه خلګ راضي نه دي.
دوی وايي، مخابراتي شبکې دي د خلګو د غوښتنو سره سم خدمات وړاندي کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون