رپوټ: مهتمم صالح
له څه وخت راهيسي په کندهار کي ځيني مسلکي غله د خلګو څخه د جايزې په نامه پيسې غلا کوي.
دغه غله خلګو ته زنګونه وهي او ورته وایي، چي په مخابراتي شرکت کي ستاسو پر نمبر جايزه راغلې ده، تاسو به موږ ته کريډيټ کارټونه او يا هم پیسې را استوی، چي په دغه ډول یې ځیني کسان خطا ايستلي هم دي.
يو کس چي غلو په دغه ډول پیسې ور څخه وړي دي وايي، چي دی په يوه منډۍ کي بارونه وړي، خو څو ورځي دمخه يو کس زنګ ورته وهلی وو، چی ستا پر نمبر دوه لکه او پنځوس زره افغانۍ جايزه راوتلې ده، نو په ځينو صرافيو کي پيسې موږ ته حواله کړه، بیا به په کابل کانک کي ستاسو جايزه جمعه سي.
هغه وايي، په دغه ډول يې تر شپېته زره افغانۍ ډېري ځیني وړي دي.
په کندهار کي ځيني ځوانان وايي، دوی ته هم دغه ډول زنګونه راغلي دي، خو دوی پوه سوي دي، چي دا کسان غله دي او غواړي دوی خطا باسي.
دغه ځوانان وايي، لومړی خو مخابراتي شرکتونه د جايزو پروګراونه نه لري او بل هغوی پر شخصي نمبرونو زنګ نه وهي.
دوی پر خلکو ږغ کوي، چي د دغه ډول کسانو سره دي پام وکړي او تر څنګ يې بايد امنیتي ځواکونو خبر ورکړي.
بلخوا د کندهار والي حيات الله حيات بیا وايي، هيڅ مخابراتي شبکه د جايزو پروګرامونه نه لري، نو خلک دي د دغه ډول خطايستونکی کسانو په خبرو نه خطاوزی.
هغه وایي، دغه کسان غواړي، چي د خلکو پیسې غلا کړي، نو پر داسي مهال دي خلک امنيتي کسانو ته خبر ورکړي، څو هغوی يې مخه ونسي.
د والي په خبره دولت هڅه کوي، چي د دغه غلو مخه ونیسي، خو خلک دي هم د يادو کسانو په پیدا کولو کي ورسره مرسته وکړي.
د مخابراتو ادارې ځيني سرچينې وايي، له دې مخکي هم يادو کسانو د خلکو څخه د زرګونو افغانيو کريډيټ کارټونه جمعه کړي دي، چي ځيني يې دوی بیرته له هغو څخه راګرځولي دي.
دا په کندهار کي د غلا يو نوی ډول دئ، چي خلک يې اندېښمن کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون