د کندهار د ولایتي شورا مسئولین وایي، کندهار ښاروالي دي مخکي له دې چي بارانونه وسي او یو ځل بیا د خلګو کورونو او سړکانو ته اوبه را واوړي، چرۍ پاکي کړي.
د کندهار د ولايتي شورا رئيس سید جان خاکرېزوال وایي، هر کال له دې امله چي چرۍ او پاتاوونه بند وي، اوبه سړکانونه ته را اوړي او یا هم د خلګو کورونو ته ورځي او زیانونه رسوي.
د کندهار اوسېدونکي هم وايي، د سږ کال له لومړي باران سره د ښار په اکثره سیمو کي اوبه سړکانو ته را اوښتي وې او ټول سړکان یې چټل کړي دي.
دوی وایي، دا ستونزه هر کال را منځته کېږي، ټولي چرۍ او پاتاوونه له کثافاتو ډک وي او پر وخت نه پاکېږي.
دوی وايي، په دې برخه کي تر ډېره خلک هم ملامت دي چي خپل کثافات چریو ته اچوي او له همدې امله بندېږي.
بل خوا د کندهار ښاروالۍ مامورین په دې برخه کي ټوله ملامتیا پر خلګو اچوي او وایي، چي خلګ نه یوازي دا چي د ښار په پاکوالي کي مرسته نه کوي، بلکي چرۍ او پاتاوونه ټوله د خلګو د کثافاتو له امله بند وي.
د ښاروالۍ د تنظیف مدیر حبیب الله بشردوست وایي، د ښاروالۍ کارکوونکي هره ورځ کثافات ټولوي خو د خلکو همکاري ډیره مهمه ده او هغوی باید خپل کثافات بې ځایه ونه غورځوي.
په کندهار کي هر کال د چریو او پاتاوونو د بندېدو له امله د بارانونو اوبه پر سړکانو بهیږي، د دې ترڅنګ چې دغه اوبه ټول کثافات سړکونو ته راباسي دغه راز اوبه په ډيرو ساحو کي د خلکو کورونو ته هم ورځي چي هر کال مالي او ځاني زیانونه اړوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون