راپورونه

کندهاري خبريالان: لاتر اوسه هم معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کي دوی له ستونزو سره مخ دي

د کندهار پریس کلب مشر جاويد احمد تنوير وایي، د مرکز څخه تر ولاياتو او له لوړ پوړو څخه تر کښته رتبه چارواکو پوري هيڅوک هم معلوماتو ته د لاس رسي قانون ته ژمن نه دي. هغه وايي، په ولاياتو کي تر اوسه لا هم دولتي چارواکي معلوماتو ته د لاس رسي په قانون خبر نه دي، چي دا تر ...

Read More »

کندهار ولایتي شورا: په قطر کي د سولي خبري درېدلي دي، چي دوی يې اندېښمن کړي دي

په قطر کي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي خبري لا هم نامعلومي دي او لا یې هم مثبته نتیجه له ولس سره نه ده شریکه سوې.د کندهار د ولایتي شورا رئیس سید جان خاکرېزوال د دغه شورا په نننۍ غونډه کي وویل، د سولي خبري باید په ښه توګه مخته ولاړي سي او باید جګړه ودرېږي.هغه ...

Read More »

په کندهار کي په لومړي ځل د ړندو او کڼو له پاره لېسه پرانیستل سوه

د هیواد د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیسې ندیمه سحر و ویل، دا لېسه به لومړۍ نه وي او پلان لري چي په ټول افغانستان کي د تخنیکي او مسلکي زده کړو نور مرکزونه هم پرانیزي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو پوهنتون پر ایجادولو هم کار روان دئ.هغې وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ...

Read More »

د کندهار اوسېدونکي: د دغه ولایت په ډنډ ولسوالي کي دي د کوچني قضیه وڅېړل سي

رپوټ: خالد همت څو ورځي دمخه د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالي کي د څو کسانو له خوا پر یوه کوچني ډله یيز جنسي تېری سوی وو او وروسته شکنجه سوی وو، چي وروسته دغه کوچنی په روغتون کي د ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکئ. د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، قومنداني، څارنوالي او نوري اړوندي ادارې دي ...

Read More »

کندهار ولایتي شورا د برېښنا شرکت له هیئت سره د کندهار د برېښنا ستونزي شریکي کړي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د خلکو تر څنګ د ولايتي شورا وکيلان هم د سولي د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال د اوربند غوښتنه کوي. د دغه شورا مرستيال عبدالقيوم وايي، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو مذاکراتي پلاوي دي د خلګو د غوښتنو سره سم د سولي پروسه پر مخ يوسي. هغه وايي، اوس د سولي ...

Read More »

د لویو لارو ستونزو مسافر په تکلیف کړي دي

رپوټ: مهتمم صالح په هيواد کي د ځينو ولايتونو تر منځ لويي لاري ډېر وخت د امنيتي خطرونو له امله له ستونزو سره مخ کیږي، چي ځيني يې بېخي د تګ راتګ له پاره بندېږي هم. اوس په کندهار کي د لويو لارو موټروانان وايي، دوی پر لويو لارو له زياتو امنيتي خطرونو سره مخ کېږي. دوی وايي، که څه ...

Read More »

په کندهار کي موسمي ناروغۍ زیاتي سوي دي

په کندهار کي د میرویس حوزوي روغتون د داخله واټ ډکټران وایي، د پخوا په پرتله موسمي ناروغۍ زیاتي سوي دي، چي له دې سره په زیاته اندازه ناروغان دغه روغتون ته مراجعه کوي. دوی وایي، د نورو ناروغیو تر څنګ موسمي ناروغۍ زیاتي سوي دي، چي ډېر خلګ د زوکام، ټوخي، تبي او بدن درد څخه په تکلیف وي. ...

Read More »

د کندهار ځوانان وايي د سولي مذاکراتو ته دي خنډونه نه جوړېږي

رپوټ: مهتمم صالح پرون د افغان پلاوي يوه غړي نادر نادري پر ټويټر ليکلي، چي هر کله د اړيکو ګروپونه طرزالعمل او مهال وېش جوړ کړي، له هغه وروسته به د خبرو اجنډا جوړېږي. دلته په کندهار کي ځوانان وايي، بايد زر دغه طرزالعمل جوړ کړل سي، څو د سولي مذاکرات هم پیل کړل سي. دوی وايي، هر څومره چي ...

Read More »

د خښتو د بټیو او کُرو دودانو خلګ په تکلیف کړي دي

رپوټ: خالد همت د کندهار اوسېدونکي وایي، د ښار په زړه کي د خښتو د پخولو له بټيو سره چاپېریال ککړسوی دئ او له دې سره ډېر کسان په مختلفو ناروغیو اخته سوي دي. د دوي په خبره کله چي د خښتو بټیو ته اور ور واچول سي، له دې سره نږدې اوسېدونکي او دوکانداران له دود څخه ډېر په ...

Read More »

د سولي خبرو خلګ خوشبین کړي دي

رپوټ: مهتمم صالح برايي ناوخته د وسله والو طالبانو او افغان حکومت وياندويانو پر ټولنیزو شبکو د پرون ورځي د خبرو مهم جزئیات خپاره کړي وه، چي ډېر تمرکز د خبرو پر مهال پر زغم کولو سوی وو. د کندهار ښاريان وايي، يادو خبرو دوی خوشبین کړي دي، چي وايي په خبرو کي دي اوربند ته لومړيتوب ورکړل سي. دوی ...

Read More »