د کندهار پریس کلب مشر جاويد احمد تنوير وایي، د مرکز څخه تر ولاياتو او له لوړ پوړو څخه تر کښته رتبه چارواکو پوري هيڅوک هم معلوماتو ته د لاس رسي قانون ته ژمن نه دي.
هغه وايي، په ولاياتو کي تر اوسه لا هم دولتي چارواکي معلوماتو ته د لاس رسي په قانون خبر نه دي، چي دا تر ټولو لويه ستونزه ګڼل کېږي.
د تنوير په خبره، ډېري ادارې په دې نه پوهیږي، چي کوم اسناد خبريالانو ته ورکړي او تر څنګ یې هيڅ کتبي معلومات چي چاپي او ږغيزي رسنۍ ورته اړتيا لري، دوی يې په واک کي نه ورکوي.
دغه راز په کندهار کي د تمدن تلوېزيون خبريال مرتضی خالیقي هم وايي، دوی د راپورونو د جوړولو پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ دي، چي نه سي کولای معلومات تر لاسه کړي.
خو معلوماتو ته د لاسرسي کمېسيون غړی حمدالله ارباب وايي، د قانون له مخي ټولي ادارې مکلف دي، چي معلوماتو رسولو برخي ولري او ټول هغه معلومات چي دوی لري پر کټګوريو و وېشي، چي محرم او نور عام معلومات بېل کړل سي.
هغه وايي، نظامي ادارې هم بايد تداروکاتي معلومات له خلګو او رسنيو سره شريک کړي، څو د فساد مخنیوی وسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون