کندهار ولایتي شورا: په قطر کي د سولي خبري درېدلي دي، چي دوی يې اندېښمن کړي دي

په قطر کي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي خبري لا هم نامعلومي دي او لا یې هم مثبته نتیجه له ولس سره نه ده شریکه سوې.د کندهار د ولایتي شورا رئیس سید جان خاکرېزوال د دغه شورا په نننۍ غونډه کي وویل، د سولي خبري باید په ښه توګه مخته ولاړي سي او باید جګړه ودرېږي.هغه وايي، دواړي خواوي باید تر خپلو شرطونو تېر سي او یو بل سره ومني تر څو خلګ پر ارامه ژوند وکړي.دی وایي، خلګ نه اوسنی حکومت او نه هم امارت غواړي بلکي خلګ داسي حکومت غواړي چي ټول افغانان پکښي خپل ځان وویني او اوسني ستونزي پایته ورسوي.د شورا په نننۍ غونډه کي پر ځینو نورو موضوعاتو هم خبري وسوې، چي مهمي یې د کرهڼي او په ښار کي د توکو د بیو لوړېدو په اړه وې.د ولایتي شورا رئیس وویل، د کرهڼي ریاست په ځینو پروژو کي په خاصه توګه چي کشمش خانې چي جوړي سوي دي، فساد پکښي سوی دئ.هغه دا هم و ویل، چي په کندهار کي نانوایانو د ډوډۍ وزن زیات کړی او د ځینو نورو توکو بيي هم ډېري لوړي سوي دي چي ښاروالي باید جدي پاملرنه ورته وکړي.

ده زیاته کړه د ښاروالي مامورین چي په ښار کي نظارت کوي کافي نه دي او باید دغه کسان زیات سي تر څو له نانوایانو او نورو توکو څخه په ښه ډول نظارت وکړي او بیي يې کنټرول کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...