د هیواد د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیسې ندیمه سحر و ویل، دا لېسه به لومړۍ نه وي او پلان لري چي په ټول افغانستان کي د تخنیکي او مسلکي زده کړو نور مرکزونه هم پرانیزي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو پوهنتون پر ایجادولو هم کار روان دئ.
هغې وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو په انسټیټیوټونو او لېسو کي اوس څلور اتیا زره زده کوونکي زده کړي کوي.
په کندهار کي د تخنیکي او مسلکي زده کړو امر حیات الله خادم و ویل، په دغه ولایت کي د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه له دوو څخه ۱۷ ته لوړ سوي دي او ۳۵۰۰ تنه زده کوونکي زده کړي پکښي کوي.
د کندهار ولایت مقام مرستیال فیصل شېرزي بیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه مننه وکړه چي په کندهار کي یې د نابینایانو او ناشنوایانو لپاره ځانګړې لېسه پرانیستل.
هغه زیاته کړه، ولایتي اداره د پوهنې په برخه کي هر ډول همکارۍ ته ژمنه ده او محصلینو ته کاري زمینه هم برابروي.
په هیواد کي اوس مهال ۳۷۸ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه فعال دي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په پلان کي لري، چي دا مرکزونه په راتلونکو پنځو کلونو کي ۴۳۸ ته زیات کړي، تر څو زیاتږ زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابره سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون