رپوټ: خالد همت
څو ورځي دمخه د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالي کي د څو کسانو له خوا پر یوه کوچني ډله یيز جنسي تېری سوی وو او وروسته شکنجه سوی وو، چي وروسته دغه کوچنی په روغتون کي د ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکئ.
د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، قومنداني، څارنوالي او نوري اړوندي ادارې دي د وژل سوي کوچني قاتلانو ته جزا ورکړي.
په کندهار کي کي د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د کوچینیانو د څانګي مسئول شمس الدین تنویر دغه جرم د قانون او بشر خلاف ظالمانه عمل بولي او وایي په دغه اړه څېړني کېږي، چي وروسته به د څارنوالۍ له خوا قاتلانو ته د قانون مطابق جزا ورکول کېږي.
بلخوا د کندهار امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو مدیر ولي محمد عسکر وایي، په ډنډ ولسوالي کي یې د وژل سوي کوچني قاتلان نیولي دي، چي ډېر ژر به یې په جنایي مدیریت کي څېړني وسي او وروسته به یې څارنوالي ته معرفي کړي.
عسکر وایي، قانون په ټولو هیوادوالو باندي یو شان عملي کېږي، او هیڅ څوک هم د قانون خلاف عمل نه سي کولای.
له دې وروسته هم د کندهار اوسېدونکو شکایت کړی و، چي په دغه ولایت کي امنیت ورځ تر بلي د خرابیدو په حال کي دئ، چي له دې سره په ښار او ولسوالیو کي هدفي وژني او اختطاف زیات سوی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون