کندهار ولایتي شورا د برېښنا شرکت له هیئت سره د کندهار د برېښنا ستونزي شریکي کړي

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د خلکو تر څنګ د ولايتي شورا وکيلان هم د سولي د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال د اوربند غوښتنه کوي.

د دغه شورا مرستيال عبدالقيوم وايي، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو مذاکراتي پلاوي دي د خلګو د غوښتنو سره سم د سولي پروسه پر مخ يوسي.

هغه وايي، اوس د سولي په خبرو کي خنډونه سته، چي بايد دغه خنډونه ليري او د سولي پر خبرو او طرزالعمل توافق وسي.

د ولايتی شورا مرستيال وايي، خلګ د اوربند غوښتنه کوي، خو اوس هم جګړې رواني دی، چي بايد لومړی اوربند وکړل سي.

د دې تر څنګ د ولايتي شورا نوبتي غونډي ته د برېښنا شرکت څخه هيئت راغلی وو، چي دوی ورته د کندهار د برېښنا اړوند ستونزي شريکي کړې.

عبدالقيوم وايي، د ولایتي شورا وکيلان د برېښنا شرکت د هيئت څخه د وارداتي برېښنا د کارو تېزوالی، د تعرفو د کښته کېدو، د برېښنا د خرابېدو مخنیوی او نورو برخو کي غوښتني وکړې.

دغه راز د برېښنا شرکت عملياتي رئيس محمد سلیم سليمي وايي، د راتلونکي ميلادي کال تر پايه به کندهار د وارداتي برېښنا څخه برخمن سي.

هغه وايي، دوی پلان لري، چي کرار کرار د کندهار برېښنا ته پرمختګ ورکړي، خو خلګ دي پر خپل وخت بیلونه تحويل کړي.

سليمي وايي، د برېښنا شرکت هڅه کوي، چي د ټول هيواد تعرفې په يوه بیه کړي او د دې تر څنګ هڅه کوي، چي بيلونه هره مياشت چاپ کړل سي.

سليمي زیاتوي، هغه عايد کي په کندهار کي راټوليږي، بيرته همدلته مصرفيږي، نو د کندهار اوسېدونکي دي هغه باقيات چي د برېښنا چي د بيلونو دا پر پاته وي، ژر دي یې تحویل کړي، تر څو دلته په کندهار کي د برېښنا په برخه کي پرمختګونه راسي.

کندهار ته د وارداتي برېښنا پايې (خادې) تر دامان ولسوالۍ پوري رسېدلي دي، دغه راز لمريزه (سولري) برېښنا هم سته چي د برېښنا شرکت مسئولين يې کاميابه تجربه ګڼي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...