د لویو لارو ستونزو مسافر په تکلیف کړي دي

رپوټ: مهتمم صالح

په هيواد کي د ځينو ولايتونو تر منځ لويي لاري ډېر وخت د امنيتي خطرونو له امله له ستونزو سره مخ کیږي، چي ځيني يې بېخي د تګ راتګ له پاره بندېږي هم.

اوس په کندهار کي د لويو لارو موټروانان وايي، دوی پر لويو لارو له زياتو امنيتي خطرونو سره مخ کېږي.

دوی وايي، که څه هم د سولي مذاکرات پیل سوي دي، خو لا هم د لارو امنيت د ډاډ وړ نه دئ.

موټروانان زیاتوي، ډېر وخت دوی د کندهار- کابل پر لويه لاره د جګړې په منځ کي راځي، چي هم دوی او مسافرين له ستونزو سره مخ کوي.

دوی ادعا کوي، چي څو ورځي دمخه په يوه لوی مسافر وړونکي موټر کي مرمۍ ونښتې او څو کسه مسافر ټپيان کړه.

د دوی په خبره، چي د تګ پر مهال دوی نه وي، خبر چي پر لاره جګړه کېږي، نو ځکه دوی د جګړې په منځ کي راځي، خو بیا کله چي پر سړک درېږي، نو د مرميو ښکار ګرځي، خو که له سړکه اوړي بیا ور باندي ماين چاودني کېږي.

دوی وايي، پر لويو لارو یې نه سر او نه هم مال خوندي دئ، نو بايد د دغه لارو امنيت ته ډېره پاملرنه وسي.

موټروانان غوښتنه کوي، د سولي په خبرو کي دي لومړی اوربند وسي او دوی ته دي د امنيت ډاډ ورکړل سي.

د دې تر څنګ ډېر وخت د کندهار ښار او شمالي ولسواليو او کندهار- روزګان د لاري څخه هم خلک شکايت کوي، چي د امنيت د خرابوالي له امله ډېر وخت د تګ راتګ پر مخ تړلې وې.

خلک وايي، د ورځي جګړې او د شپې د غلو له بیري پر لويو لارو تګ راتګ نسي کولای.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...