په کندهار کي د میرویس حوزوي روغتون د داخله واټ ډکټران وایي، د پخوا په پرتله موسمي ناروغۍ زیاتي سوي دي، چي له دې سره په زیاته اندازه ناروغان دغه روغتون ته مراجعه کوي.
دوی وایي، د نورو ناروغیو تر څنګ موسمي ناروغۍ زیاتي سوي دي، چي ډېر خلګ د زوکام، ټوخي، تبي او بدن درد څخه په تکلیف وي.
دوی له خلګو څخه غوښتنه کوي، چي په دغه موسم کي دي له کولر، پنکې او یخو اوبو څخه استفاده نه کوي، ځکه چي له دې سره ډېر ژر انسان په موسمي ناروغي اخته کېږي.
دوی وایي، ځیني کسان تبه، زوکام، ټوخی او داسي نورو موسمي ناروغيو ته هیڅ پاملرنه نه کوي، چي وروسته بیا دغه ناروغۍ په یوه خطر ناک وایروس بدلي سي.
تر دې وروسته هم د میرویس حوزوي روغتون د داخله واټ ډاکټرانو ویلي وه، چي دغه واټ ته د زړه او فشار ناروغان هم ډېر ور وړل کېږي، چي ډېر ناروغان یي ښځي دي، ځکه دوی فزیکي فعالیت نه کوي او بیا ډېر لږ خورک هم بد اغېز باندي کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون