رپوټ: مهتمم صالح
پرون د افغان پلاوي يوه غړي نادر نادري پر ټويټر ليکلي، چي هر کله د اړيکو ګروپونه طرزالعمل او مهال وېش جوړ کړي، له هغه وروسته به د خبرو اجنډا جوړېږي.
دلته په کندهار کي ځوانان وايي، بايد زر دغه طرزالعمل جوړ کړل سي، څو د سولي مذاکرات هم پیل کړل سي.
دوی وايي، هر څومره چي دغه طرزالعمل ځنډېږي، هغومره به د سولي خبري هم ورسره ځنډېږي، چي دا د افغانانو له پاره مناسبه نه ده.
دوی زیاتوي، که دغه خبري ځنډېږي، نو بايد اوربند وسي، څو دلته د مرګ ژوبلي مخه ونیول سي.
دوی غوښتنه کوي، چي اوربند تر هر څه لومړيتوب لري، نو باید پر اوربند لومړی کار وسي، بیا که مذاکرات کلونه وخت هم ونیسی، پروا نه کوي، ځکه مرګ ژوبله به نه وي.
خلګ هم د سولي خبرو ته خوشبین دي او وايي، چي په مذاکراتو کي دي د ټول هيواد ګټي په پام کي ونيول سي.
دوی زياتوي، د سولي په راتګ سره بايد هغه پرمختګونه له منځه ولاړ نه سي، چي په تېرو شلو کلونو کي سوي دي، بلکي نوره پراختيا باید ورکړل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون