رپوټ: خالد همت
د کندهار اوسېدونکي وایي، د ښار په زړه کي د خښتو د پخولو له بټيو سره چاپېریال ککړسوی دئ او له دې سره ډېر کسان په مختلفو ناروغیو اخته سوي دي.
د دوي په خبره کله چي د خښتو بټیو ته اور ور واچول سي، له دې سره نږدې اوسېدونکي او دوکانداران له دود څخه ډېر په تکلیف وي.
دوی له مسئولینو څخه غوښتنه کوي، چي له ښار څخه دي دغه بټۍ لیرو سیمو ته انتقال کړي، تر څو خلګ د ککړ چاپېریال او ناروغيو څخه وژغورل سي.
بل خوا د چاپېریال ساتني ریاست رئیس امان الدین حمیدي وایي، ښار ته نږدې د خښتو د کُرو او بټیو په اړه ډېرو کسانو شکایت ورته کړی دئ او دوی دا موضوع جدي تعقیبوي.
حمیدي وایي، ډېر ژر به ښار ته نږدې بټۍ شاه ولي کوټ ولسوالۍ ته یوړل سي او هلته یې مناسب ځای ورته ټاکلی دئ.
له دې مخکي هم خلګو څو ځلي په ښار کي له کُرو او خښتو پخولو له بټیو څخه شکایت کړی دئ، خو مسئولینو په دې اړه کوم اقدام نه دئ کړی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون