د سولي خبرو خلګ خوشبین کړي دي

رپوټ: مهتمم صالح

برايي ناوخته د وسله والو طالبانو او افغان حکومت وياندويانو پر ټولنیزو شبکو د پرون ورځي د خبرو مهم جزئیات خپاره کړي وه، چي ډېر تمرکز د خبرو پر مهال پر زغم کولو سوی وو.

د کندهار ښاريان وايي، يادو خبرو دوی خوشبین کړي دي، چي وايي په خبرو کي دي اوربند ته لومړيتوب ورکړل سي.

دوی وايي، که يوه ورځ اوربند کېږي، دلته ډېر ځوانان له مرګه ژغورل کيږي.

ښاريان زیاتوي، ښکېلي خواوي دي لومړی اوربند وکړي، بیا چي د دوی خبري هرڅومره اوږديږي، دلته به مرګ ژوبلي مخه نيول سوی وي.

دوی وايي، څلورو لسيزو جګړو په هيواد کي د پرمختګ مخه نيولې ده او ډېر کسان يې وژلي او معلول کړي دي، نو رواني خبري د سولي له پاره ښه فرصت دئ.

ښاريان غوښتنه کوي، چي ښکېل اړخونه دي د سولي له پاره ډېري هڅي وکړي او رواني ناخوالي دي ختمي کړي.

پرون د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشیف د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره په وېډیو کنفرانس کي هم د هيواد د سولي د خبرو ملاتړ کړی او ويلي، چي په افغانستان کي سوله کولای سي د سيمي هيوادونو ته هم امن راولي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...