رپوټ: مهتمم صالح
که څه هم په قطر کي د افغان سولي له پاره بين الافغاني خبري پیل سوي دي، خو لا هم په هيواد کي جګړې رواني دي.
په جنوب کي د بشر حقونو خپلواک کمېسيون رئيس سلطان محمد عايل وایي، د بشر حقونو کمېسيون په دې اړه اندېښنه لري، چي لا هم جګړه دوام لري او ورسره ملکي مرګ ژوبله هم ډېرېږي.
هغه وايي، هره ورځ په هیواد کي د جګړو له امله خلګ وژل کېږي، نو لازمه ده، چي لومړی اوربند وسي او بیا د سولي له پاره مذاکراتو ته ادامه ورکړل سي.
هغه وايي، که سوله کېږي، د جګړې قربانیانو ته دي هم پاملرنه وسي او د هغوی قرباني دي نه بې ځايه کېږي.
عايل زیاتوي، چي داسي اندېښنې دي، چي د طالبانو او افغان حکومت د سولي وروسته به دلته په هيواد کي نوري ډلي بیا جګړه پيل کړي.
هغه د حکومت څخه غوښتنه کوي، چي په هيواد کي د نورو ډلو د فعاليت مخنیوی وکړي.
عايل وايي، تمه ده چي د سولي وروسته به نوري ډلي ډېر فعالیت ونه کړي.
د جګړو له امله په هيواد کي ډېر شمېر کورنۍ له خپلو ځايونو څخه بې ځايه سوي او لا هم بې ځايه کيږي.
خلک وایي، ډېر بې ځايه سوي دي او سرپناه نه لري چي د موسم په تغير سره له سختو ستونزو سره مخ کېدلای سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون