راپورونه

د کندهار ولایت مقام نوي مالي او اداري مرستیال فیصل شېرزي په خپله دنده پیل وکړ

رپوټ: خالد همت د کندهار ولایت مقام نوي مالي او اداري مرستیال فیصل شیرزي په خپله دنده پیل وکړ او د یوې غونډي په ترڅ کي معرفي کړل سو. کندهار والي حیات الله حیات وویل، له لسیزو وروسته د داسي صحني شاهدان دي، چي ځوانان په حکومتدارۍ کي د تغییر او تبدیل د اصل له مخي د قانون حکومونو ته ...

Read More »

د کندهار بای پاس سړک د جوړېدو کار پیل سو

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار په دريمه ناحيه کي د بای پاس سړک د تيرو شاوخوا اتلس کلنو څخه کنډ او کپر پروت وو، چي اوس يې د نړيوال بانک په مالي لګښت د جوړېدو چاري پیل سوې. د کندهار والي حيات الله حيات وایي، ياد سړک به د اوو مياشتو په جريان جوړ سي، چي ټول لګښت يې ۴۵،۳ ...

Read More »

کندهاري ځوانان: په افغانۍ طریقه دي د جرګو او مرکو له لاري سوله وسي

رپوټ: مهتمم صالح په دې وروستيو کي د سولي د بین الافغاني مذاکراتو له پاره بېلابېل خنډونه جوړيږي، چي خګ یې هم اندېښمن کړي دي. په کندهار کي ځوانان وايي، د جګړې ښکېل اړخونه دي په افغاني طريقه د سولي خبري پیل کړي او يوې دايمي سولي ته دي ځان ورسوي. دوی وايي، بهرني هيوادونه نه سي کولای چي د ...

Read More »

په کندهار کي د عاشورا د ورځي له پاره اماده ګي نيول سوې ده

رپوټ: مهتمم صالح د يکشنبې ورځ د عاشورا ورځ ټاکل سوې ده، چي په کندهار کي هم د اهل تشيع له خوا دغه ورځي ته پوره اماده ګي نيول سوې ده. دوی وايي، حکومت دي هم د دغه ورځي له پاره پوره امنيتي تدابیر ونيسي، تر څو ياده ورځ په سمه توګه ولمانځل سي. دوی له ځوانانو غوښتنه کوي، چي ...

Read More »

په جنوب غرب حوزه کي جګړه زیاته سوې ده او هره ورځ ملکي کسان وژل کېږي

رپوټ: خالد همت د کندهار اوسېدونکي د ملکي کسانو مرګ ژوبلي او د جنګ شدت اندېښمن کړي دي او وایي، تر پخوا جګړه د جنوب غرب حوزې په ولایتونو په خاصه کندهار کي زیاته سوې ده او د جګړی ډېر قربانیان هم بې ګنا کسان دي. دوی وایي، په جګړه کي تر ټولو ډېر زیان ملکي کسانو ته رسیږي، چي ...

Read More »

کندهار ته د ایران او پاکستان څخه قاچاقي غوښي راوړل کېږي

رپوټ: مهتمم صالح کندهار د ماهيانو او چرګانو د غوښو له پلوه د هیواد په سطحه اباد دئ، چي غوښي يې د کندهار تر څنګ نورو ولايتونو هم وړل کېږي، خو په دې وروستيو کي د چرګانو فارم لرونکي شکايت کوي، چي کندهار ته د ايران او پاکستان څخه په قاچاقي ډول د چرګ غوښي راوړل کيږي، چي د دوی ...

Read More »

په کندهار کي هره ورځ د هدفي وژنو خبر ورکول کېږي، چي ډېر کسان يې اندېښمن کړي دي

رپوټ: خالد همت په کندهار کي هره ورځ د هدفي وژنو خبر ورکول کېږي، چي ډېر کسان يې اندېښمن کړي دي. د کندهار اوسېدونکي وایي، ورځ تر بلي په ښار کي هدفي وژني زیاتېږي، چي له دې سره خلګ په ډاډه زړه په ښار کي نه سي ګرځېدلای. دوی وایي، په ښار کي له هدفي وژنو سره سم کارونه هم ...

Read More »

د سپين بولدک او چمن دروازې په خلاصېدلو سره د خلګو کاروبار هم بیرته شروع سوی دئ

رپوټ: مهتمم صالح له تیرو اوو مياشتو څخه د سپين بولدک ـ چمن دروازه تړل سوې وه، دواړو خواوو ته زرګونه کسان بند پاته وه، د خلګو کاروبار په ټپه درېدلی وو او د تداوی له پاره تلونکي ناروغان هم پر ياده لار نه سوای تللی. خو تېره جمعه دغه لار د پاکستاني او افغان چارواکو په همږغۍ دایمي خلاصه ...

Read More »

بخښني نړیوال سازمان پر صبا سحر وسله وال برید غندلی دئ

رپوټ: اسدالله نوري د بخښني نړیوال سازمان د افغانستان د سینما او تیاتر پر مشهوري ادا کاري صبا سحر باندي وسله وال برید غندلی دئ او د خبریالانو او بشري حقونو د کارکوونکو د ځاني خوندیتوب غوښتنه يې کړې ده. دغه سازمان په خپله ټويټر پاڼه کي لیکلي دي: (د بشري حقونو پر دفاع کوونکو، سیاسي فعالانو، خیریالانو او سینمايي ...

Read More »

د کندهار روزګان د لويي لاري بندېدو خلګو ته سرخوږی جوړ کړی دئ

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار روزګان لویه لاره اکثره وخت د امنيتي ستونزو له امله بندېږي، چي د دغه لاري مسافرينو ته ئې سر خوږی جوړ کړی دئ. پرون یو ځل بیا دغه لار د امنيتي ستونزو له امله بنده سوې ده، چي دواړو خواوو ته مسافر بند پاته سوي او د لاري په اوږدو کي هم ګڼ کسان تر ...

Read More »