د کندهار روزګان د لويي لاري بندېدو خلګو ته سرخوږی جوړ کړی دئ

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار روزګان لویه لاره اکثره وخت د امنيتي ستونزو له امله بندېږي، چي د دغه لاري مسافرينو ته ئې سر خوږی جوړ کړی دئ.

پرون یو ځل بیا دغه لار د امنيتي ستونزو له امله بنده سوې ده، چي دواړو خواوو ته مسافر بند پاته سوي او د لاري په اوږدو کي هم ګڼ کسان تر ناوخته بند پاته وه.

پر یاده لار تلونکي مسافر وايي، وسله وال طالبان يې پر يوه لاره امر کوي خو امنيتي ځواکونه يې پر بله لار، چي دوی په لار کي له سختو ستونزو سره مخ کيږي.

دوی وايي، پرون درې موټران پر ياده لار پر ماين ختلي، چي عامو کسانو ته ئې مرګ ژوبله اړولې ده.

مسافر زياتوي دوی ډېر وخت مجبوره کېږي، چي د ميوند د لاري روزګان ته ولاړ سي، چي هغه لار په ورځو سفر کولو ته اړتيا لري.

دوی زیاتوي، ډېر مسافر بند پاته دي، چي ډېر یې د شپې تېرولو ځای نه لري، خو په مسافر خانو کي هم د شپې تېرولو پيسې نه دي ور سره پاته.

مسافرين وايي، ډېري ښځينه مسافراني په کندهار کي د تيري اډې د دوکانونو پر بام شپې تېروي، خو د خوراک پيسې هم ورسره نه وي.

دوی غوښتنه کوي، چي د جګړې ښکېل اړخونه دي، عام خلک او د تګ راتګ لاري د جګړې نه قرباني کوي، ځکه دغه لاري د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره دي.

د دې تر څنګ په جنوب کي د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مسولينو د هيواد تلوېزيون سره په خبرو کي اندېښنه وښودل، چي د جګړې ښکېل اړخونه ډېر وخت عام وکړي او عام المنفهه ځايونه د ځان سفر ګرځوي.

دوی وایي، تيره ورځ د کندهار روزګان د لاري د بندېدول له امله ډېر عام کسان له ستونزو سره مخ سوي وه، او تر څنګ يې د عامو کسانو پر يوه موټر هم د سړک غاړي ماين چاودنه کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...