د کندهار عامي روغتيا رياست په ښار کي د غير قانوني روغتيايي لوحو د کښته کولو کمپاين پیل کړ

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي اکثره ډاکټران د خپل تخصص تر څنګ د ځينو نورو ناروغۍ د تداوی تبلغات کوي او تر څنګ يې ډېر وخت پر خپلو لوحو په بهر کي د زده کړو او تخصص هم وايي، چي د عامي روغتيا ریاست مسولين وايي، پر لوحو د دغسي تبلغانو ليکل غيري قانوني دي.

په دغه موخه د يکشنپې په روځ د عامي روغتیا ریاست د برسۍ ټيمونو په ښار کي د دغه ډول روغتيايي لوحو د راکښته کولو کمپاين پيل کړ.

د عامي روغتيا ریاست د روغتيايي قوانينو د تطبیق مدير ډاکټر ذبیح الله فيضي وايي، د عامي روغتيا ریاست د لوحو لپاره ځانګړی طرزالعمل لری، چي باید په ښار کي ټول روغتيايي مرکزونه د هغه طرزالعمل سره سم لوحې وځړوي.

هغه وايي، په ښار کي ټولي هغه لوحې چي له تخصص پرته خطايستونکي تبلغات ورباندي ليکل سوي وي، غيري قانوني دي، چي دوی يې راکښته کوي.

ډاکټر فيضي وايي، دوی شاوخوا يوه مياشت د ټوليزو او ټولنيزو رسنيو له لاري اعلانونه خپاره کړي، چي په روغتيایي مرکزونو کي دي روغتیايي لوحې اصلاح کړل سي، خو چا یې خبرو ته غوږ نه دئ نيولی، ځکه دوی مجبور سوي، چي خپله يې کښته کړي.

هغه وايي، د لوحو تر څنګ، ځيني هغه غيري قانوني روغتیايي مرکزونه هم تړي، چي قانوني اسناد یې نيمګړي وي او يا هم روغتيايي معيار ته نه وي مراعت کړی.

ډاکټر فيضي زياتوي، په دغه برخه کي د هيڅ چا واسطې ته نه کتل کيږي، نو بايد خلک دي د دوی د کار خنډ ونه ګرځي، ځکه دوی يوازی خپله دنده تر سره کوي.

هغه وايي، اوس هم ډېر شمېر کسان د دوی د کار مخنيوی کوي، او دوی ته بېلابېل خنډونه جوړي.

بلخوا پر ټولنيزو رسنيو ځوانان د دغه کار هر کلی کوي، خو غوښتنه کوي، چي باید دايمي کړل سي او د چا زورواکۍ او واسطې باید ونه کتل سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...