رپوټ: خالد همت
په کندهار کي د پولیو پر ضد د بېړنیو اقداماتو د مرکز له خوا د خبریالانو سره د پولیو پر ضد د همږغۍ پروګرام جوړ سو، چي د هلمند او زابل خبریالانو هم ګډون پکښي کړی وو.
د دغه مرکز رئیس عبدالقیوم پخلا وایي، د رسنیو رول د پولیو په کمولو کي ډېر مهم دئ، ځکه په هره سیمه کي اورېدونکي او لیدونکي لري او خلګو ته د عامه پوهاوي ذهنیت ورکوي.
پخلا وایي، په هلمند او روزګان کي د پولیو پر ضد کمپاین سره د خلګو همکاري ډېره اړینه ده، خو اوس مهال په دغه سیمو کي خاصه همکاري نه سته، ځکه پيښي هم زیاتي دي.
د هلمند څخه راغلي خبریالان هم وایي، د پولیو د ختمولو په برخه کي رسنۍ مهم رول لري او په هلمند کي خبریالانو د پولیو د زیان په اړه بېلابېل راپورونه جوړ کړي دي او لا به هم دې کار ته دوام ورکړي.
په جنوب کي د پولیو ۲۶ مثبتي پیښي ثبت سوي دي، چي دا پيښي روغتیايي مسئولینو ډېري د اندېښنې وړ بللي دي.
سږ کال د کورونا له امله د پولیو کمپاین هم څو میاشتي وځنډېدئ چي دا هم د پيښو پر زیاتوالي اغېز لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون