رپوټ: اسدالله نوري
د بخښني نړیوال سازمان د افغانستان د سینما او تیاتر پر مشهوري ادا کاري صبا سحر باندي وسله وال برید غندلی دئ او د خبریالانو او بشري حقونو د کارکوونکو د ځاني خوندیتوب غوښتنه يې کړې ده.
دغه سازمان په خپله ټويټر پاڼه کي لیکلي دي: (د بشري حقونو پر دفاع کوونکو، سیاسي فعالانو، خیریالانو او سینمايي لوبغاړو باندي د بریدونو او وژني زیاتوالی د اندېښنې وړ دئ. دا بریدونه باید په جدي توګه وڅېړل سي او د هغوی عاملانو ته سزا ورکړل سي.
او چارواکي دي د هغو کسانو ساتنه دي وکړي، چي تر ګواښ لاندي دي).
تراوسه هيڅ ډلي او هيڅ کس د دغه برید پړه نه ده منلې.
د مېرمن سحر خپلوانو ویلي دي چي هغه نن سهار کله چي له کوره خپل کار ته روانه وه، د کابل د کارته نو په سیمه کي ډزي پر وسوې، چي له یوه ساتونکي او موټروان سره ټپي سوې ده.
مېرمن سحر په څو فلمونو کې کار کړی او د هغه ترڅنګ يې څو فلمونه هم جوړ کړي دي.
هغه همدارنګه د «صبا فلم» مؤسسې بنسټ اېښودونکې ده او درې خپلواک فلمونه په خپله کارنامه کي لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون