رپوټ: خالد همت
په کندهار کي هره ورځ د هدفي وژنو خبر ورکول کېږي، چي ډېر کسان يې اندېښمن کړي دي.
د کندهار اوسېدونکي وایي، ورځ تر بلي په ښار کي هدفي وژني زیاتېږي، چي له دې سره خلګ په ډاډه زړه په ښار کي نه سي ګرځېدلای.
دوی وایي، په ښار کي له هدفي وژنو سره سم کارونه هم په ټپه درېدلي دي او تجاران هم له بېري څخه پانګونه نه کوي.
دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي، چي په ښار او ولسوالیو کي دي امنیت ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه هره ورځ د جګړې د لاسه ډېر کسان ژوند د لاسه ورکوي.
دغه راز د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، هره ورځ په ښار او ولسوالیو کي د ترهګریزو حملو او د پلان سوو جګړو مخه نیسي، چي له دې سره وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړول کیږي.
بارکزی وایي، امنيتي کسانو په یوه میاشت کي ۳۰ جنګي، ماین ښخوونکي او په ښار کي ترهګریز فعالیت کوونکي کسان نیولي او څارنوالۍ ته یي معرفي کړي دي.
د امنیه قومندانۍ مسئولین وایي، د لویو لارو امنیت یې هم نیولي چي اوس خلګ په بیغه زړه تګ راتګ کوي.
دوی وایي هره ورځ د امنیتي ځواکونو له خوا لویي لاري څارل کیږي، او له ماینونو څخه یې پاکوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون