راپورونه

د کرهڼي پوهنځي محصلان دوی د پوهنتون د لیري والي په خاطر درسونو ته رسیدګي نه سي کولای

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار پريس کلب کي د کرهڼی پوهنځي هغه محصلان چي د افغانستان د کرهڼيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ته انتقال سوي، په يوه اعتراضيه غونډه کي وویل، چي دوی نه سي کولای دغه پوهنتون ته رسيدګی وکړي، ځکه دغه پوهنتون له دوی څخه ډېر ليري دئ او بله دا چي د دوی امنيت او اقتصاد ...

Read More »

د کندهار ښار اوسېدونکي د محبس مخته سړک بندېدو په تکلیف کړي دي

دوی وايي، پر دغه سړک د ترافيکي وسايلو تګ راتګ ډېر دئ، خو امنيتي کسانو د محبس په خاطر بند کړی دئ، چي د ټرافيکي پيښو تر څنګ یې په دا ډېره ګرمۍ کي ګڼه ګوڼه هم جوړه کړې ده او خلګ یې له ډول ډول ستونزو سره مخ کړي دي. خلګ وايي، په دغه سيمه کي کاروبار په ټپه ...

Read More »

په کندهار کي غیر موسمي باران خلګ اندېښمن کړي دي

رپوټ: خالد همت په کندهار کي کله کله د دوبي په موسم کي هم بې وخته بارانونه کیږي، چي مېوو ته سخت تاوان رسوي او د دې تاوان مخنیوی هم نه کېږي، چي بزګران او باغوانان يې سخت اندېښمن کړي دي. پرون د کندهار په ځینو ولسوالیو کي بارانونه سوي دي، چي باغوانان يې د مېوو له پاره زیانمن بولي. ...

Read More »

د کندهار اوسېدونکي د اختر په درو ورځو اوربند خوشحاله دي

رپوټ: مهتمم صالح دوی وايي، که يوه ورځ اوربند کيږي، نو ډېر کسان له مرګه ژغورل کيږي، نو دا چي د اختر درې ورځي اوربند اعلان سوی دئ، دوی يې ملاتړ کوي. دوی زیاتوي، دغه اوربند دي نور هم ډېر سي، تر څو د سولي له پاره بین الافغاني مذاکراتو ته هم لاره جوړه سي. د کندهار اوسېدونکي وایي، دوی ...

Read More »

د کندهار اوسېدونکي: د کندهار د لويي عيدګاه سمه ساتنه نه کيږي

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار اوسېدونکي وايي، د کندهار د لويي عيدګاه سمه ساتنه نه کيږي. دوی وايي، لويه عيدګاه یوازي د اخترونو په وختونو کي پاکېږي، خو وروسته يې نه پاکۍ او نه هم سرسبزۍ ته پاملرنه کېږي. دوی د مسئولينو څخه غوښتنه کوي، چي لويي عيدګاه ته پاملرنه وکړي او وخت پر وخت يې څارنه وکړي، تر څو ...

Read More »

د کندهار د عامي روغتيا ریاست مسئولین: د اصلاحاتو له پاره ئې نوي هڅي پيل کړي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د روغتيا پر تېري رهبرۍ ډېء کسان ادعا کوي، چي د کورونا په اړه يې د خلکو باور مات کړ او د کورونا وایروس د مبارزې په راغلو پيسو کي يې فساد کړی دئ. خو د عامي روغتيا نوی ټاکل سوی رئيس ډاکټر موسی جان سلطاني وايي، دوی د روغتيا په برخه کي د ...

Read More »

د عامي روغتیا ریاست: په کندهار کي اوس هم د کورونا خطر سته نو ځکه باید خلګ احتیاط وکړي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي خلګ پر کورونا هيڅ باور نه لري، خو د کندهار عامي روغتیا رئيس ډاکټر موسی جان سلطاني وايي، لا تر اوسه هم د کورونا خطر سته، نو بايد خلګ د اختر په شپو او ورځو کي د کورونا وايروس د خپرېدو د مخنيوی له پاره لازم احتياطي تدابیر ونيسي. هغه وايي، خلګ دي ټولنیزي ...

Read More »

کندهار د ولایتي شورا: کندهار ته ځیني تجاران بې کیفیته دوا راوړي

رپوټ: خالد همت د کندهار د ولایتي شورا په نوبتي غونډه کي پر ګڼ شمېر موضوعاتو بحث وسو، چي مهمه ئې د سوداګرو له خوا دغه ولایت ته بې کیفیته درمل راوړل او د مځکو موضوعات وه. د دغه شورا غړی نعمت الله وفا وایي، کندهار ته د ځینو سوداګرو له خوا بې کيفیته درمل راوړل کېږي، چي ناروغان ئې ...

Read More »

د ميرويس حوزوي روغتون شپږ سوه بستره ته د ډېرېدو چاري پیل سوې

رپوټ: مهتمم صالح ميرويس حوزوي روغتون ته د جنوب غرب حوزې تر څنګ د هيواد نورو ولايتونو څخه هم ناروغان راوړل کيږي، چي پر دغه روغتون ناروغان تر خپلې اندازې څو چنده زیات دي او خلګ هم شکايت کوي، چي په روغتون کي يې ناروغان له ستونزو سره مخ دي. خو د کندهار د عامي روغتيا رئيس موسی جان سلطاني ...

Read More »

د کندهار ښار اوسېدونکي: په ښار او ولسوالیو کي ورځ تر بلي امنيت خرابېږي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي هدفي وژني او د امنيتي ځواکونو په ليکو کي نفوذي کسان خطرناک ثابت سوي او د ښار او ولسواليو امنيت ته يې هم زیان رسولی دئ. د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، د ښار او ولسواليو امنيت ورځ تر بلي خرابېږي چي بايد امنيتي کسان ورته پاملرنه وکړي. دوی وايي، د امنيت خرابېدو د دوی ...

Read More »