رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي هدفي وژني او د امنيتي ځواکونو په ليکو کي نفوذي کسان خطرناک ثابت سوي او د ښار او ولسواليو امنيت ته يې هم زیان رسولی دئ.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، د ښار او ولسواليو امنيت ورځ تر بلي خرابېږي چي بايد امنيتي کسان ورته پاملرنه وکړي.
دوی وايي، د امنيت خرابېدو د دوی پر اقتصاد، زده کړي او نورو برخو باندي ډېر اغېز کړی او تر څنګ یې دوی اندېښمن کړي هم دي.
ځيني ښاريان بیا د خلګو څخه غوښتنه کوي، چي د امنيت په ساتلو کي د امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
دوی وايي، امنيتي ځواکونه د خلګو د همکارۍ پرته نه سي کولای چي د ښار او ولسوالیو امنيت وساتي.
که څه هم خلګ د امنیتي پيښو زیاتوالي اندېښمن کړي، خو افغان ځواکونه بیا وایي، پيښي د وسله والو له بریدونو سره زیاتي سوي او افغان ځواکونو د ډېرو پیښو مخه نیولې او په ولسوالیو کي یې درنه مرګ ژوبله ورته اړولې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون