د ميرويس حوزوي روغتون شپږ سوه بستره ته د ډېرېدو چاري پیل سوې

رپوټ: مهتمم صالح

ميرويس حوزوي روغتون ته د جنوب غرب حوزې تر څنګ د هيواد نورو ولايتونو څخه هم ناروغان راوړل کيږي، چي پر دغه روغتون ناروغان تر خپلې اندازې څو چنده زیات دي او خلګ هم شکايت کوي، چي په روغتون کي يې ناروغان له ستونزو سره مخ دي.

خو د کندهار د عامي روغتيا رئيس موسی جان سلطاني وايي، د عامي روغتیا وزارت څخه يې د ميرويس حوزوي روغتون ۶۰۰ بستر ته د لوړېدو غوښتنه کړې وه، چي په ولسي جرګه کي يې د کندهار خلکو د استازو په مرسته دغه غوښتنه منل سوې او ژر به ميرويس روغتون شپږ سوه بستره سي.

هغه وایي، د ميرويس روغتون د بسترونو د ډېرېدو بودجه چي د تشکيل او اړوند توکو له پاره ځانګړې سوې په عامي روغتيا وزارت کي ده او دوی هڅه کوي چي ژر يې کندهار ته را انتقال کړي.

سلطاني وايي، دا به پر میرويس روغتون هغه لوډ کم کړي، چي اوس په ۳۵۰ بستره کي دئ، او تر څنګ به یې د ناروغانو تداوي هم په سمه توګه وسي.

سطاني وایي، هڅه کوي، چي د عينو مېني روغتون د ټولو بسترونو د فعالېدو چاري هم پيل کړي، چي دا به هم د میرویس روغتون سره مرسته وکړي او د ناروغانو شمېر به دلته کم سي.

د دې تر څنګ سطاني وايي، په کندهار کي به ډېر ژر د نسايي ولادي يو سل بستريز روغتون چي ډېر مجهز روغتون دئ د جوړېدو چاري پیل سي.

هغه وایي، د شاولي کوټ ولسوالۍ له پاره هم يو ۳۰  بستره روغتون منظور سوی دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...