رپوټ: خالد همت
د کندهار د ولایتي شورا په نوبتي غونډه کي پر ګڼ شمېر موضوعاتو بحث وسو، چي مهمه ئې د سوداګرو له خوا دغه ولایت ته بې کیفیته درمل راوړل او د مځکو موضوعات وه.
د دغه شورا غړی نعمت الله وفا وایي، کندهار ته د ځینو سوداګرو له خوا بې کيفیته درمل راوړل کېږي، چي ناروغان ئې له ګڼ شمېر روغتیایي ستونزو سره مخ کړي او دغه درمل هیڅ مثبته نتیجه نه ورکوي.
دی وایي، د دغه بې کيفیته درملو مخنيوی کوي او نور هغه تجارانو ته اجازه نه ورکوي، چي بې کېفیته درمل او توکي دغه ولایت راوړي.
دغه راز وفا زیاته کړه، په ځینو ولسوالیو کي خلګو ته د حکومت له خوا مځکي ورکول سوي، خو ځیني دولتي قومندانان له خلګو څخه د دغه مځکو پر سر باج اخلي.
د ده په خبره، د ولایتي شورا غړي له اختر څخه وروسته ولسوالیو ته ځي او هلته د هغه سیمي خلګ او قومندانان سره کښېنوي، تر څو د دغه ستونزي د حل له پاره یوه لار پیدا کړي.
د ولایتي شورا مسئولین وایي، په محکمه کي هغه کسان کار کوي، چي د دوولسمه هم نه دي فارغه، خو دوی د خلګو قضاوت کوي.
دوی وایي، په دغه ولایت کي ماسټري والا ځوانان سته، خو په دولت کي د کار زمینه نه ورته برابرېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون